د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په ويانا کې د افغانستان د نشه يي توکو په اړه نړيوال کنفرانس جوړیږي


په ويانا کې د افغانستان د مخدرو موادو په اړه د يوه نړيوال کنفرانس په درشل کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه، چې دا کنفرانس به د دې ګرانې ستونزې په وړاندې نړيوال اقدامات منسجم کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت همداراز ويلي، چې روانه اوونۍ د ويانا د کنفرانس پرېکړه ليک به په دې برخه کې د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو له زياتېدو سره مرسته وکړي.

په دې کنفرانس کې، چې د روسيې او فرانسې په مشرۍ جوړېږي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، د مخدرو موادو د توليد او قاچاق په اړه بحث کیږي.

په دې کنفرانس کې، چې د اتريش په مرکز ويانا کې جوړېږي او په افغانستان کې د هيروينو او ترياکو پر جوړېدو او له دې هيواده بهر ته د هغو پر قاچاق خبرې کېږي، د پنځوسو هيوادونو او د لسګونو موسسو استازي ګډون کوي.

د ډېرو هيوادونو استازي به د وزيرانو په کچه وي.

د افغانستان د مخدرو موادو په اړه تر دې مخکې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کلونو کې دوه کنفرانسونه جوړ شوي وو. خو دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي، چې له افغانستانه ورکړای شوي راپورونه وايي، چې د ترياکو د کنټرول او د هغو د قاچاق د مخنيوي په برخه کې لږ پرمختګ شوي دي.

خو فرانسه وايي، چې د پاکستان، ايران او د سيمې د نورو هيوادونو په همکارۍ د ملګروملتو د موسسو له لوري جوړې شوې ستراتيژۍ پرمختګ کړي دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الن ژوپې د خپل هيواد له لوري او د روسيې د باندنيو چارو وزير سرګي لاوروف د کنفرانس مشري کوي.

ډيپلوماټان وايي، چې د فرانسې او روسيې د بهرنيو چارو وزيران به له کنفرانسه بهر پر دوه اړخيزو اړيکو هم وږغېږي.
XS
SM
MD
LG