د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

طالبانو د ملا عبيد الله مړينه تاييد کړه

طالبانو د خپلې واکمنۍ د مهال د یوه جګپوړي مقام ملاعبیدالله مړینه تایید کړې. د طالبانو یوه ویاند آزادۍ راډیو ته وویل چې د تحریک د مرستیال او دفاع وزیر د مړینې د عواملو په اړه څېړنه کوي. له بلې خوا د طالبانو یو پخوانی مقام وايي چې ملاعبیدالله د کراچۍ په زندان کې تردې حده شکنجه شوی چې ړوند شوی و.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ له آزادۍ راډيو سره په یوه ټلفوني تماس او وروسته په یوه خبرپاڼه کې د ملاعبیدالله مړینه تایید کړه.

ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو ته وویل چې ملاعبیدالله تقریباً دوه کاله مخکې یعنې د ۲۰۱۰ کال د مارچ په پنځمه د کراچۍ په یوه زندان کې مړ شوی. طالبانو په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ملاعبیدالله کورنۍ ته په دې وروستیو کې د ده د مړینې خبر ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې نوموړی د زړه د ناروغۍ له وجې مړ شوی او په دې اړه یې کورنۍ ته موثق شواهد هم سپارل شوي دي.

که چېرته ملاعبیدالله په رښتیا دوه کاله مخکې مړ شوی وي، نو خبر یې اوس ولې ورکول کېږي. د سیاسي چارو کارپوه احمدسعیدي په دې باور دی چې له دوو کلونو وروسته د دې خبرې افشا کول، په افغانستان کې د پخلاینې لپاره له روانو هڅو سره ارتباط لري.

خو له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو ویاند دا آوازې رد کړې، ویې ویل چې د ملاعبیدالله مړینه د دوو کلونو مخکې خبره ده، هغه وخت چې د قطر بهیر لا نه و پیل شوی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د ملاعبیدالله د مړینې د علت په اړه هم شک ښودلی او ویلي یې دي، معلومه نه ده چې د ملاعبیدالله د مړینې علت به ناروغي وي که د زندان شکنجه. خبرپاڼه همداراز وايي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پیل شوي دي.

د طالبانو یو پخواني مقام آزادۍ راډیو ته وویل چې ملاعبیدالله مخکې په زندان کې د شکنجې په نتیجه کې ړوند شوی و. دې مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې زیاته کړه، ملاعبیدالله او مولوی نورالدین ترابي چې دا مهال په پاکستان کې بندي دی له هغو طالب مشرانو څخه و، چې له افغان دولت سره پخلاینې ته لېوال دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د سره صلیب نړیواله اداره په دې ګرمه بلل شوې چې د ملاعبیدالله حال یې د هغه کورنۍ ته نه دی رسولی.

ملاعبیدالله چې دوه کاله مخکې د مړینې پرمهال درې څلوېښت کلن و پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې د مجاهدینو په لیکو کې و، څو کاله وروسته چې طالبان واکمن شول، دفاع وزیر شو او پر افغانستان د نړیوال ائتلاف د پوځي عملیاتو له پیل وروسته د طالبانو د تحریک مرستیال شو.

د راپورونو له مخې نوموړی د ۲۰۰۷ کال د جنوري په دریمه په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د امنیتي مامورینو له خوا ونیول شو.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG