د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

اسلام آباد له واشنګټن او کابل سره په اړیکو کې د کړکېچ د له مینځه وړلو په لټه کې


فرانسپرس خبري آژانس لیکي، پاکستان په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره په هڅو کې د خپلې مهمې ونډې د یقیني کولو لپاره ډيپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړي دي او داسې ښکاري چې غواړي له دې لارې له کابل او واشنګټن سره په اړیکو کې راغلی کړکېچ له مینځه یوسي.

اوس پوښتنه داده چې اسلام آباد په دې هڅو کې څومره جدي دی، او که په رښتیا سره جدي وي د دې هېواد کورني بحران ته په پام سره څومره دا توان لري او د یو اغېزمن رول د لوبولو لپاره په دې هېواد کې دننه له طالبانو سره د ملګرتیا پر زاړه میراث څومره برلاسی کېدای شي.

پاکستاني ژورنالیست او کارپوه احمدرشید د روانې اونۍ په پیل کې په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل، د دې معما حل د سیاستوالو او پوځيانو خورا زیات سیاسي بصیرت ته اړتیا لري خو ما په حکومتي چارواکو کې دا بصیرت نه دی لیدلی.

فرانسپرس لیکي، د پاکستان رسمي دریځ دا دی چې وايي، د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې له هڅو سره هرراز مرستې ته تیار دی، خو ډېر خلک په دې باور دي چې اسلام آباد غواړي طالبان په کابل کې په قدرت کې شریک کړي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې حنارباني کر څوورځې مخکې کابل ته د سفر په ترڅ کې هڅه وکړه د ناټو د هغه راپور تاثیرات له مینځه یوسي چې پاکستان یې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و، صدراعظم یوسف رضاګېلاني تېره اونۍ قطر ته چې د امریکا او طالبانو ترمینځ د تماسونو مرکز بلل کېږي سفر وکړ او د راروانې پنجشنبې په ورځ به ولسمشراصف علي زرداري د افغانستان، پاکستان او ایران د درې اړخیزې غونډې کوربه وي. د فرانسپرس په وینا، دا د پاکستان د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې له افغانستان او امریکا سره د سړو شویو اړیکو د ښېګڼې په مقصد یې پیل کړي.

مېرمن رباني کر کابل ته له سفر وروسته وویل، دا هیله منه ده چې د پارلمان له خوا د امریکا اوپاکستان پر اړیکو له بیاغور وروسته به د ناټو پر اکمالاتي کتارونو بندیز چې د نوامبر په ۲۶مه د امریکا د پوځ په هوايي برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته لګول شوی و، ډېرژر رفع شي.

په همدې حال کې د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي مقام ویلي چې ښايي د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جېمزماتیس به لومړنی امریکایی مقام وي چې له څو میاشتو ځنډ وروسته د روانې میاشتې په وروستیو کې پاکستان ته سفر کوي.

دا مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط له فرانسپرس سره خبرې کړي زیاتوي، د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د ښېګڼې راوستو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمینځ تفاهم شوی، ځکه د دې مقام په وینا وروسته له دې چې د دوی په اړیکو کې سوړوالی زیات شو، په دې پوه شول چې په سیمه کې د ثبات راوستو لپاره دواړه لوري یوبل ته اړتیا لري.

د "پاکستان- ستونرمن هېواد" په نوم د کتاب لیکوال اناتول لیوین په دې نظر دی چې طالبان نشي کولای ټول افغانستان اېل کړي، اسلام آباد په دې پوهېږي او ځکه یې په افغانستان کې له سیاسي حل لارې سره د مرستې ژمنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG