د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

اروپايي ټولنې د يونان د پارلمان د وروستي اقدام هرکلى وکړ


د اروپایي اتحادیې چارواکو د یونان د پارلمان د هغه اقدام هرکلی وکړ چې پرون یې د ملیارډونو يورو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د سختو اقتصادي اقداماتو لایحې ته مثبته رایه ورکړه.

د اروپایي اتحادیې د اقتصادي چارو کمیشنیر اولی ریهن نن دغه رای ګیري له اروپایي اتحادیې او نړیوال مرستندوى صندوق څخه د ۱۳۰ ملیارډه يورو د ترلاسه کولو لپاره د پرمختګ د یوه مهم ګام په توګه یاده کړه.

یونان دغو مرستو ته ځکه اړتیا لري چې راتلونکې میاشت د یووالي له خطره بچ شي.

خو ریهن وویل، اتن بیا هم دېته اړتیا لري چې په خپله بودجه کې د ۳۲۵ ملیونه يورو د کمولو لپاره مشخص اقدامات په نښه کړي او هم باید سیاستوال کتبي ضمانت ورکړي، چې دوی به د اپریل له انتخاباتو وروسته دغه اقدامات عملي کوي.

په عین حال کې د یونان د مرکز اتن اوسېدونکو یوه ورځ وروسته له هغې د ښار د پاکولو کارپیل کړی، چې مظاهره چیانو په پارلمان کی د نویو سختو اقتصادي اقداماتو د تصویب په وړاندې له قهره ډکو مظاهرو کې په اتن کې یوشمېر ودانیو ته اور واچاوه.

د اتن ښاروال وویل چې مظاهره چیانو تاریخي ودانیو ته په اور اچولو او د لسګونو دوکانونو په لوټلو سره دې ښار ته ډېرزیان رسولی دی.

په شخړو کې له څه باندې سل کسان ژوبل شوي چې زیاتره یې پولیس دي. د لسګونو کسانو د نیول کیدو خبرهم ورکړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG