د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

″د وژل شویو ملکیانو عاملین دې محاکمه شي″


 پلاوی چې کونړ او کاپیسا ته د ناټو له خوا د وژل شویو ملکیانو د پېښې څېړلو ته ګمارل شو و.
پلاوی چې کونړ او کاپیسا ته د ناټو له خوا د وژل شویو ملکیانو د پېښې څېړلو ته ګمارل شو و.
یو پلاوی وایي، نړیوالو ځواکونو د کونړ او کاپیسا په ولایتونو کې کړي جلاجلا عملیات، د دوی له مشورې پرته ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې په دواړو ولایتونو کې پنځلس غیرملکي خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، وژلي دي.

پلاوي د دوی د څیړنو راپور د دوشنبې په ورځ په کابل کې، یوې خبري ناستې ته وړاندې کړ.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی مولوي شهزاده شاهد، چې د کونړ ولایت د پیښې د څیړلو د پلاوي مشر و، داسې وایي:

″وروستۍ پیښه چې شوې، دا د څوکې ولسوالۍ ده، د دیوه ګل دره ده،
په دې کې امریکایی ځواکونه چې افغان ځواکونه هم ورسره د شپې له خوا کوز شوی، کله چې کلی محاصره کوي او هر څو ک چې له ډاره له کوره وځي، هوایي ځواکونه پرې بمبارد کوي او وژنې یې.

په هغه کلي کې یې د یوه کور څلور تنه بې رحمانه شهیدان کړي د کلي درې ملکي وګړي هم په همدې توګه وژل شوي دي.″

پلاوي د ملکي خلکو د وژلو د عاملینو محاکمې وغوښته او له نړیوالې ټولنې یې هم وغوښتل، چې دې ستونزې ته دې جدي پام وکړي.

د حقیقت موندنې پلاوی د دفاع او کورنیو چارو دوزارتونو، د ملي شورا له غړو، د ملي امنیت د ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو له استازیو جوړ و.

غلام فاروق چې د ملي امنیت د ریاست له خوا د کاپیسا د پیښې څیړلو ته ګمارل شوی و، ویې ویل، چې دا علمیات په خپل سر، ترسره شوي دي:

″په کاپیسا کې د فرانسوي ځواکونو عملیات، د ملي امنیت د ځواکونو له هم اهنګي پرته، په خپل سر ترسره شوي دي، حتي د ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې دا عملیات دې نه ترسره کېږي، خو فرانسویان دا عملیات وکړل.″

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د کونړ او کاپیسا په ولایتونو کې د ملکي خلکو وژنه، نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده.

د دې ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن وایي:

″هغه څه چې موږ له خپلو پیچلو او بشپړو څیړنو څخه پوهیږو دا دي، چې
د وسله والو یوې ډلې سره نښته پیښه شوه، دا خلک په غیر معمولي توګه په نښته کې ګډ شول، دوی دایتلاف هوایي ځواکونو په نخښه کړل، په عملیاتو کې د ایساف ټولې تکتیکي لارښوونې عملې شوي دي.

د نخښتې وروسته د یوشمېر ځوانانو مړي، چې مختلف عمرونه یې لرل، ترلاسه شول.″

سره له دې، چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو اوبمباریو کې د افغانستا ن ملکي خلک لاهم وژل کېږي، خو د ملګرو ملتو وروستی راپور لیکي، چې په عملیاتو کې د ملکي خلکو وژنه، د پخوا په نسبت اته فیصده کم شوې ده.

افغان حکومت او خپله جمهور ریيس کرزي څو څو ځلې د بهرنیو ځواکونو له خپلسرو عملیاتو او د شپی له خوا د خلکو د کورنو له تالاشۍ سره مخالفت ښودلی او تاکېد یې کړی، چې بهرني ځواکونه دې، له داسې عملیاتو چې ملکي خلک په کې وژل کېږي، په جدي توګه لاس واخلي.

خو بهرني ځواکونه د شپې تالاشي او عملیات د تروریزم پر وړاندې د مبارزې اغیزمنه لاره ګڼي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG