د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ایساف د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یو کنفرانس رابولي


د ایساف ویاند جنراګل جکوبسن
د ایساف ویاند جنراګل جکوبسن
په کابل کې د ایساف ځواکونه وایی، چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په لارو چارو خبرې وشي.

ټاکل شوې دا غونډه په راتلونکې مارچ میلادي میاشت کې په کابل کې د ایساف ځواکونو په مرکزي قومندانۍ کې جوړه شي، چې پکې د ایساف مشرانو سربیره د ملګرو ملتونو استازي او افغان چارواکي هم برخه ولري.

ددغو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن، چې د دوشنبې په ورځ یی په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې په دې غونډه کې به تر ډیره په هغو لاملونو هم بحث وشي، چې له امله یی عامه خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

″په دې کنفرانس کې به د افغان حکومت استازي، والیان، ښاروالان، د ملګرو ملتونو او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې، د نړیوالو ادارو او ایساف استازي د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په لاملونو خبرې وکړي.

دوی به ددې ستونزې د هواري په لارو چارو هم غور وکړي او دا یو له هغو ګامونو څخه دی، چې ایساف قومنداني یې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوي.″

د ایساف ویاند دا هم وویل، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یونامه په رپورټ هم بخث وشي.

په افغانستان کې د ایساف مشرانو دا کنفرانس په داسې حال کې رابللی، چې اوس اوس د دوی په هوایي عملیاتو کې، چې په کاپیسا او کونړ ولایتونو کې شوي، د یو شمیر عامه خلکو د وژنې راپورونه ورکړل شوي.

جنرال جکوبسن وویل، دوی چمتو دي، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هر ډول وړاندېز او غوښتنه ومني او د هغې له مخې چلند وکړي.

خو په افغانستان کې د امنیتي چارو کتونکې جنرال امراله امان بیا د دې کنفرانس پایلو ته د شک په سترګه ګوري.

ده ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ همغږي د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ضروري بولي.

″دغسې کنفرانسونه چې جوړیږي، دا ډک له فساده دي، دا هغه انجوګان دي، چې دلته مالي فسادونه لري او غواړي، یوه اندازه پیسې لاس ته راوړي.

دغه په امنیتي اسرارو کې راځي، دوی کولای شي، چې له نړېوالې ټولنې سره خصوصاً ناټو له افغان امنیتي سکتورونو سره یوځای، یو مشخص عملیاتي، تصفیوي او امنیتي پلان جوړ کړي.″

د ملګرو ملتونو د یو رپورټ له مخې که څه هم په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې اوه اویا سلنه وسله والو مخالفینو ته راجع شوې، خو د پاتې څوارلسو فیصدو لپاره افغان او بهرني ځواکونو ته ګرم بلل شوي.

ددې رپورټ له مخې په تیر ۲۰۱۱ میلادي کال کې په افغانستان کې ټول درې زره یو ویشت ملکي وګړي وژل شوي.

په رپورټ کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتل شوي، چې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG