د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

″د وسله والو مخالفینو د راستنولو لپاره مو هڅې بریالۍ دي″


په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند "جنرال کارسټین جکوبسن"
په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند "جنرال کارسټین جکوبسن"
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په بیا راستنولو کې ځینې ستونزې تاییدوي، خو پدې برخه کې خپلې هڅې موثرې بولي.

ځینو لویدیځو رسنیو ویلي، چې د ناټو په مشرۍ له دې بهیره ځینې کسان، چې وسله وال مخالفیند ندي د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن وویل، چې دوی یوازې د هیواد په لویدیځ کې له دا ډول ستونزې سره مخامخ شوي وو، چې بیا یی په سیمه کې دا بهیر بند کړ.

جنرال جکوبسن، چې د دوشنبې په ورځ یی یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دوې ددغه بهیر په اړه د هیواد په جنوب او جنوب لویدیځ کې مثبتې نښې لیدلې دي.

″ایساف پدې ډاډه دې، چې د وسله والو مخالفینو د بیا راستنولو بهیر موثره دې، مونږ په سمه لار روان یو او تراوسه پورې له دریو زرو زیات وسله وال مخالفین له دې بهیر سره یو ځای شوي.

مونږ اوس مهال ددې بهیر په اړه په جنوب او جنوب لویدیځ کې په پښتون میشتو سیمو کې مثبتې نښې لیدلې دي.″

که څه هم د ایساف ویاند دا جزیات ورنکړل، چې د لویدیځ په کومه سیمه کې او کله له دې ستونزې سره مخامخ شوي وو، خو سندی ټیلیګراف ورځپاڼې بیا په سرپل کې یوې داسې ستونزې ته اشاره کړې.

د ورځپاڼې په وینا اوس اوس په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه دوه سوه کسیزه ډله له دولت سره یو ځای شوه، خو وروسته تحقیقاتو ثابته کړه، چې دوی د طالبانو له نوم نه په ګټې ددې پروګرام امتیازات ترلاسه کول.

سنډې ټیلیګراف ددې کسانو افشا د هغو خلکو لپاره حیران وونکې نده بللې، چې ددې بهیر له پیل سره مخالف وو او ویره یی څرګنده وله، چې له دې امتیازاتو به جنایتکاران، فاسده چارواکي او بې روزګاره خلک ګټه پورته کړي.

که څه هم ورځپاڼې لیکلي، چې پدې اړه د ناټو د یو پټ رپورټ افشا کیدل د وسله والو مخالفینو د بیا راستنولو بهیر په اړه شکونه زیات کړي.

خو جنرال جکوبسن بیا ددې کسانو افشا کول ددې بهیر د فشافیت په اړه ددوی د دقت څرګندوی بولي.

″د دې بهیر لخوا د هغو کسانو پیژند ګلوي، چې وسله وال مخالفین ندي او د پیسو لپاره له دې بهیر سره یو ځای شوي په حقیقت کې خپله ددې بهیر د کیفیت څرګندوی دې. مونږ له دې هم خبر یو، چې یو شمیر وسله وال کسان له دې بهیر سره تر یو ځای کیدو وروسته په ټولنه کې یی عادي ژوند پیل کړې او په رسمي مراسمو کې یی برخه نده اخستی.″

په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د بیا راستنولو په بهیر شاوخوا دوه کاله مخکې د لندن په غونډه کې موافقه وشوه او مرسته کوونکو هیوادونو ددې بهیر لپاره د نوي میلیونو پاونډو د مرستې ژمنه هم وکړه.

دا بهیر له تیرو اتلسو میاشتو راهیسې په افغانستان کې روان دې، چې د ایساف د معلوماتو له مخې تراوسه پورې څه باندې درې زره کسان ورسره یو ځآی شوي.

خو لویدیځو رسینو او په کور دننه ځینې کړۍ وایی، چې دا کسان په جنوب او ختیځ کې نه بلکه د هیواد په شمال کې، چې نسبي ارامه سیمه ده له دولت سره یو ځای شوي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG