د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۱

د کانونو وزارت خپله ۴۰ سنله بودجه لګولې ده

د کانونو وزارت چارواکي وایي، دوی خپله ډیره پراختیایي پودجه په ولایتونو کې د ریاستونو په ودانیو او خپلو کارکوونکو ته د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو لګوي.

د کانونو وزارت سلاکار وحیدالله قادري ازادي راډیوته وویل، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې څلویښت میلونه امریکایي ډالره پراختیایي پودجه درلوده چې تراوسه یې څلویښت فیصده لګولې ده.

″د کانونو وزارت د ۱۳۹۰ کال پودجه څلویښت میلیونه ډالره ده، تراوسه مو څلویښت فیصده لګولې ده.

موږ زیاته اندازه پیسې د مزارشریف د کود اوبریښنا فابریکې په تجهیزاتو ولګولې.

زموږ ستونزې دبیلګې په توګه داوې چې په کونړ ولایت کې مونږ ته ښاروالۍ ځمکه نه راکوله کله یې چې خمکه راکړه نو خبره له وخته تیره وه.″

وحیدالله قادري وایي دوی د کال په اوږدو کې د اسیا د پراختیا بانک سره هم ځینې ستونزې درلودې چې د کانونو وزارت له مرسته کوونکو څخه دی.

ښاغلی قادري وایي د اسیا د پراختیا بانک پیسې چې ځینو پروژو ته ورکول شوي وې باید سږکال مصرف شوې وای خو د ځینو ستونزو له کبله به دغه پیسې راتلونکي کال ولګول شی.

د کانونو وزارت سږکال په ۱۳ ولایتونو کې د خپلو کارکوونکو لپاره د ریاست ودانۍ جوړې کړي او وایي چې دایې لویې پروژې دي.

د بلخ د کود او بریښنا فابریکې ته د تجهیزاتو اخیستل او د ځینو روزنیزو پروګرامونو جوړول هم د کانونو وزارت له سږنیو پروژو څخه دي.

د کانونو وزارت سلا کار وایي د دغو پروژو یوه برخه بشپړه شوې او په نورو کار روان دی.

په داسې حال کې چې کانونو وزارت وایي خپله پراختیایي پودجه یې څلویښت فیصده لګولې خو مالیې وزارت بیا دغه ارقام نه مني.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس وایي کانونو وزارت تراوسه شل فیصده پراختیایي پودجه لګولې.

″سږ کال د سلواغې ترپنځمې نیټې معدن وزارت شل فیصده پراختیایي پودجه مصرف کړې ده.

د دوي اومونږ ترمنځ توپیر واقعي ده،ځکه هغوی هغه پروژې هم حسابوي چې کاریې نوی پیل شوي وي،یا تریوه حده پرمخ تللی وي،خو مکملآپرداخت نه وي شوی، مونږ سره هغه اسناد شته چې پیسې ورکړل شوي وي.″

د کانونو وزارت له سلاکار وحیدالله قادري نه مو وپوښتل چې د بودیجې کم لګښت به په افغانستان کې دکانونو په کار او ایستلو اغیز ونه کړي؟
نوموړي په ځواب کې وویل:

″زمونږ پودجه کمه لګول شوې خو د خدای فضل دی چې دکانونو په کارباندې یې هیڅ اغیز نه دی کړی،ځکه د کانونو زیات کار خصوصي سکتور پرمخ بیایي.

د کانونو راایستل ډیرې پیسې غواړي او مرسته کوونکي هیوادونه یې مونږ ته راکوي چې په بودیجې کې نه حسابیږي.

کانونو وزارت قراردادونه کوي چې خصوصي سکتوربیا پیسې پرې لګوي،او کانونو وزارت یوازې د مدیریت دنده پرغاړه لري.″

کتوونکي بیا دکانونو وزارت په مصرف شوې بودیجې انتقاد کوي او وایي چې دغه وزارت باید سل په سله کې خپله پودجه لګولې وای.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي چې د ځینو نورو وزارتونو په شمول په کانونو وزارت کې هم د وړتیاوو نه موجودیت د دې لامل شوی چې پودجه کمه مصرف کړي.

استاد سیحون په ورته وخت کې سپارښتنه کوي چې د مالیې د کنټرول او ارزونې لپاره باید حکومت یوه خپلواکه اداره رامنځ ته کړي ترڅو وزارتونه اړ کړي چې خپله پودجه په کافي اندازه ولګوي.

″پراختیایی پودجه باید سل په سله کې ولګول شي،د ظرفیت او کاري فرهنګ نشتوالی هغه ستونزې دي چې کانونو وزارت ورسره مخ دی.

زما په نظرد بودیجې د نظارت او د پلان د پراختیا لپاره باید یوه مرکزي اداره رامنځ ته شي.

خو د کانونو وزارت چارواکي وایي چې دوی یوازی پالیسي جوړونکي دي او په هیواد کې دکانونو دویستلو لپاره بهرني پانګه وال پانګه اچونه کوي.

په روان کال دامریکا د دفاع وزارت له افغانستان سره په ګډه یوه فضایي سروې وکړه.

دغې سروې ثابته کړې چې د افغانستان ډیرش فیصده ځمکه طبعي زیرمې لري چې ارزښت یې درې زره میلیارده ډالرو ته رسیږي.

خو تراوسه د هیواد په اویا فیصده ځمکه کې طبعي زیرمې نه دي مطالعه شوي.

راپور: اسدالله لودین
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG