د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

هرات: د ښځو د ځان سوځنې پېښې زیاتې شوي


په هرات کې سږکال بیا هم د هغو میرمنو شمېر تر ۸۰ تنو واوښت چې د کورني تاوتریخوالي له کبله یې ځانونه سوځولي دي.

۲۰ کلنه جمیله یوه له هغو هراتۍ پیغلو څخه ده، چې د کومې کورنۍ لانجې له کبله د اور په لمبه توره ترکیدلې اوس مهال د هرات د سوځول شویو ناروغانو د درملنې روغتون کې بستر ده، دا چې د لانجې لامل یې څه و؟ خبرې یې نه کولې خو د ځان سوڅونې په پېښه یې اعتراف وکړ:

″په کور کې یوازې وم، د څراغ تیل مې په سر توی او ځانته مې اور واچوه. غوښتل مې ژوند ختم کړم، خو مور مې خبره شوه او ویې ژغورلم.″

په هرات کې د لومړی ځل لپاره ۱۵کاله د مخه له ایران څخه راستنه شوې، د یوې میرمنې په ځان سوځونه د ښځو ترمنځ دغه تقلید پیل شو، چې دوام هرکال دا بل ته د پېښو شمېر ډېر ګڼل کېږي، نه یواځې دا چې پېښې یې په هرات پورې محدودې نه دي، مامورین وایي، ګاونډیو ولایاتو کې هم داسې پیښې ډېري رامنځ ته کیږي.

د هرات د سوځل شویو ناروغانو روغتون مشر ډاکټر غفار باور، وایي د روان کال له سره بیا تراوسه د دوه نارینه وو په شمول ۸۴ پېښې دوی ته راغلي، چې د ناروغانو عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کالو پورې دي او ناروغان یې ۶۰ سلنه د زورورو ټپونو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر باور، د خبرو په دوام پیښې څو واره تر دغه رقمه زاتې وګڼلې ځکه د هغه په وینا ډېر داسې پیښې عادي پېښه ورسره ثبت او یا خو هم ځیینې روغتون ته نه راوستل کیږي.

د روغتون مامورین، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون غړی او د ښځو د ملاتړ ټولنې، مردسالاري، د نجونو د کم عمر او د خوښې خلاف ودونه کورني تاوتریخوالی او داسې نور د پېښو اصلي عوامل ګڼي.

خو که هرڅه وي، پېښو یې د هرات ګڼه ولسونه په تشویش کې اچولي دي. د بشر د حقونو کمیسیون یې د مخنیوي د نورو څه اقداماتو ترڅنګ د مخنیوي په غرض کتابونه چاپ کړل، د امریکا له خوا ورته د درملنې په لپاره ځانګړی روغتون ودان شو ، خو بیا هم لکه څنګه چې طمعه کېده پېښې نه دي کمې شوي.

په غرب زون کې د علماوو د شورا رییس مولوي خداداد صالح، څخه مې وپوښتل چې ولې علما د تبلیغ له لارې دغې ستونزې ته لاس رسی نه کوي؟ ویې ویل، ځان سوځونه ځان وژنه ده او عامل د خدای ملامت دی، ځکه یې نو د مخنیوی لپاره د زرګونه علماوو په ملتیا د هیواد په کچې په ښځو د زور زیاتي نه کولو کمپاین په لار اچولی دی.

باید ووایم، چې افغان حکومت هم ستونزې ته په توجه هرات کې د څارنوالۍ چوکاټ کې د ښځو لپاره ځانګړې څانګه پرانستی څو اړونده دوسیو ته یې په ازادانه ډول رسیدګی شوی وی

راپور: شرف الدین ستانکزی - هرات
XS
SM
MD
LG