د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

قراردادیانو ته د افغانستان د جګړې سپارل او خطرونه


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې یو مقاله لیکلې، چې سرلیک یې دی ″په افغانستان کې له سرتیرو څخه قراردادیانو ته د جګړې د انتقال خطرونه″

ورځپاڼه لیکي دا یو داسې جګړه ده، چې په کې دودیزې پوځي دندې لکه پوځیانو ته اشپزي د پوځي اډو ساتنه او د پوځي کتارونو چلول په چټکۍ سره له پوځیانو څخه خصوصي سکتور ته انتقالیږي.

ډیر امریکايي جنرالان او پوځیان د خپلو ساتونکیو په برخه کې له خصوصي امنیتي کمپنیو سره قراردادونه لري.

خو نیویارک ټایمز وايي، له دې سره خطرونه هم مل دي، د ورځپاڼې په وینا تیر کال په افغانستان کې تر امریکايي پوځیانو زیات هغه ملکي قراردادیان وژل شوي دي، چې د امریکايي کمپنیو لپاره کار کوي.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې امریکايي ادارې اړې نه دي، چې د خپلو کارکونکي د وژل کیدو راپور په عامه توګه ورکړي او ډیر کله دا کار نه کوي.

خو پوځ د ټولو هغو سرتیرو نومونه چې وژل کیږي اعلانوي. خو خصوصي کمپنۍ یوازې د خپلو وژل شویو کارکونکيو کورنۍ خبروي.

نیویارک ټایمز په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا د ورکړل شويو شمیرو په حواله لیکي:

په تیر کال په افغانستان کې ۴۳۰ هغه کارکونکي وژل شوي، چې د امریکايي ادارو له قراردادي کمپنیو سره یې کار کاوه، په دې کې ۳۸۶ تنو د امریکا د دفاع وزارت سره د قراردادیانو په توګه کار کاوه.

درې حلوېښتو کسانو یې د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې یا یو. ایس. ایډ سره کار کاوه او یوتن یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت قراردادي و.

د ورځپاڼې په وینا دا شمېر تیرکال په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو له شمیره زیات دی، چې د دفاع وزارت ۴۱۸ سرتیري ښودلي، چې د دوی په وینا تیرکال په افغانستان کې وژل شوي دي.

واشینګټن پوسټ:

بلې امریکايي ورځپاڼې واشینګټن پوسټ بیا په یو راپور کې په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو روزنه ګران کار بللی دی.

ورځپاڼې د ګرشک په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د روزنې د یو مرکز تصویر ورکړی، چېرې چې بریتانوي روزونکي یو شمېر افغان ځوانان د دې لپاره روزي چې د طالبانو په وړاندې له خپلو سیمو دفاع وکړي.

خو د ورځپاڼې په وینا د دې غوسه ناکو او نالوستو افغان ځوانانو روزنه، او له طالبانو سره جګړې ته د هغوی چمتو کونه اسانه کار نه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه افغانان چې په دې مرکز کې روزل کېږي، پر یو بل باور نه لري او دا هم وايي، چې کافي پیسې نه ورکول کېږي او سم مجهز هم نه دي.

ورځپاڼه د میر حمزه په نوم د یو افغان له خولې وايي : دوی له موږ تمه لري، چې په یوې کلاشنکوف ورته یوه پوسته وساتو.

ورځپاڼه وايي، میر حمزه چې یو زوړ او سولیدلی کلاشنکوف ورسره په لاس کې و ویل، یې په دې کلي کې ان شپانه هم کلاشنکوف لري.

دا واشینګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، تر اوسه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې اته زره کسان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ځای شوي او ټاکل شوې ده، چې شمېر یې دېرش زره کسانو ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG