د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۰

د امريکا وتلې سندرغاړې ویټني هیوسټن مړه شوه

ویټني هیوسټن
ویټني هیوسټن
د امریکايي سندرغاړې ویټني هیوسټن د سندرو مینه وال نن د غم په ټغر کښینستل . د میرمن هیوسټن مړۍ نن د امریکا د لاس انجلس په یوه هوټل کې موندل شوی دی .

د ویټني هیوسټن شهرت د اتیایمې لسیزې په پای او د نویمې په پيل کې اوج ته ورسید.

I will always love you - دا د هیوسټن له هغو څو سندرو ده چې له امریکا دباندې یې هم سلهاوو زره مینه وال پيدا کړل .

رپوټونه وايي چې د دې مړۍ نن سهار د امریکا د متحدو ایالاتو په لاس انجلس ښار کې د Beverly Hilton په نوم یوه هوټل کې موندل شوی دی.

د دې د مړینې علت لا نه دی څرګند شوی خو پولیس وايي چې له دې سره د کوم جنایي فعالیت د ارتباط هیڅ نښه یې لا نه ده موندلې.

د ویټني هیوسټن د مرګ د خبر له خپریدو سره سم د هغې د سندرو ګڼ شمیر مینه وال ، نن سهار وختي له بلوکړو شمعو سره د هغه هوټل مخکې ته را غونډ شوي وو چې د دې مړۍ موندل شوي.

مونیت میشل وايي چې د دې لپاره ، د ویټني هوسټن مړینه د یوه تمثال د منځه تللو معني لري : ( د دې مرګ سخت خواشینونکی دی . دې هر وخت ښې سندرې ویلې او ما له کوچینوالي غوږ ورته نیولی دی. زه دې او د دې کورنۍ ته دعا کوم . )

ویټني هیوسټن په داسې وخت کې مړه شوه چې په امریکا کې د موسیقۍ او سندرغاړو لپاره د جایزو هغه ځانګړي او معتبر مراسم چې Grammy Awards ورته ویل کیږي ، تر سره کیدونکي دي.

ټاکل شوې چې ویټني هیوسټن هم په دې مراسمو کې چې اوس به د دې د ناڅاپي مړینې تر اغیز لاندې تر سره شي، برخه واخلي.

هوستن نیویارک ته نږدې د نیوجرسي په نوم یوه سیمه کې زیږدلې او لویه شوې وه او په اوایلو کې یې په کلیساوو کې مذهبي سندرې ویلې.

دې وروسته د نیویار نایټ کلبونو ته لاره پيدا کړه او له هغه ځایه یې ، قدم په قدم يې د سترو نړیوالو سندرغاړو په کتار کې ځای پيدا کړ.

هیوسټن د هالیووډ په یو شمیر مشهورو فلمونو لکه (باډي ګارد ) او ( ویټینګ ټو اکسهیل) کې هم کار کړی وو .

دې د اتیایمې لسیزې په پای او د نویمې په پيل کې ډيرې جایزې واخیستې خو په وروستیو کلونو کې یې مخدرو موادو ږغ ته ډير ضرر رسولی وو. په مخدرو موادو له اخته کیدو سره سم ، ویټني هنري کارونه تر ډيره حده د هغې شخصي ژوند په اړه د خبرو تر سیوري لاندي شول .

دې له سندرغاړي Bobby Brown سره واده کړی وو او یوه لور لري . د دې واده په ۲۰۰۷ کال کې په طلاق ختم شو . ویټني هیوسټن په نولس کلنۍ کې د سندر غاړې په توګه وپیژندل شوه او د مرګ په وخت ۴۸ کلنه وه . د دې مور سي سي هیوسټن هم سندرغاړې وه .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG