د یکشنبې په ورځ ماسپښین دننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ دګهيک په سيمه کې د صدراعظم په نوم ديوه تن په کور کې ګيس ډبه چاودلې ، چې له امله يې نهه تنه ټپيان شوي دي .
په ټپيانو کې ديوه شل ورځني هلک په ګډون دوه مېرمنې ، څلور کوچني عمر لرونکې انجونې ، پخپله د کور مشر صدراعظم او دده دوه ويشت کلن زوى شامل دي .
د دغې پېښې ټول ټپيان د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي او درملنه يې روانه ده .
د يادې ولسوالۍ ولسوال عبدالوهاب مومند ازادۍ راډيوته وویل دکامې روغتون د ټپيانو د درملنې لپاره هلې ځلې پیل کړي او ډاکټرانو د هراړخیزې درملنې ډاډ ورکړی دی. یاده پیښه د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره هم تایید کړې ده.