د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

کاکړ: په ولسوالیو کې د موادو د ویش لپاره منظم سیسټم نشته


له طبیعي پیښو سره د مبارزې د تیاریو د ادارې مشر "دایم کاکړ"
له طبیعي پیښو سره د مبارزې د تیاریو د ادارې مشر "دایم کاکړ"
په ژمي کې زیانمنیدونکو سیمو ته پر وخت د خوراکي موادو د نه لیږدېدو له امله، د خلکو د شکایتونو سره جوخت، له طبیعي پیښو سره د مبارزې د تیاریو اداره وایي، چې په ولسوالیو کې د یومنظم سیسټم نشتوالی لامل کېږي، چې اړو خلکو ته د موادو دویش په وخت کې ستونزې رامنځته شي.

د دې ادارې ريیس دایم کاکړ د ولسي جرګې د طبیعي منابعو او چاپیریال ساتنې د کمیسیون په ناسته کې وویل، چې هڅې روانې دي، چې د ضرورت وړ مواد لیری پرتو سیمو ته پروخت ورسیږي او کومې ستونزې، چې د موادو د ویش په برخه کې لیدل کېږي، له منځه یې یوسي.

″یوه له ستونزو څخه دا ده، چې که مواد په خپل وخت وویشل شي، بیا نو نورې ستونزې نه لرو. بله ستونزه چې د ولسوالیو په سطح یې په ګوته کوو، دا ده، چې موږ په ولسوالیو کې د ولسوالیود شورا یا د کمیټې یو منظم سیسټم نه لرو، ستاسې د نظریاتوله اخیستو وروسته هڅه کوو راتلونکي کال ته په ولسوالیو کې دا سیسټم جوړ کړو.″

د ولسي جرګې د طبیعي منابعو او چاپیریال ساتنې کمیسیون ته د یکشنبې په ورځ، د کلیو د پراختیا، کرنې، فواید عامې، دعامې روغتیا او اوبو اوبرښنا وزیران چې ټول د اضطرار د کمیتې غړي دي، غوښتل شوي وو، ترڅو هغو سیمو ته، چې د واورو او سړې هواله امله په کې ستونزې پیښیږی، د تیاریو معلومات ورکړي.

د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي وویل، د هیواد په څلرویشتو ولایتونو کې دوه سوه شپیته داسې سیمې شته، چې واوره په کې ستونزې جوړوي او دوی د امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولی، چې ټولو ته ورسیږي. خو دغو سیمو ته به، پوځیانو ته ورته ځواک برابر کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي وویل، تراوسه یې وچکالي ځپلو څوارلسو ولایتونو ته، درې اویا زره ټنه خوراکي مواد، اصلاح شوي تخمونه او د څارویو واښه تیار کړي، چې پنځه زره اته سوه درې اتیا ټنه یې لېږل شوي او پر مستحقو ویشل شوي دي.

ده داهم وویل، په نږدې راتلونکي کې به شلو ولایتونو ته د غنمو د لیږد لړۍ هم پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې ځیني غړي د هېواد په یوشمېر سیمو کې د خوراکي موادو د کموالي خبرې کوي.

د ولسي جرګې غړی خلیل اله شهیدزاده وایي، د واخان په سیمه کې خلک لوږې اړ کړي، چی له غلې سره یو ډول ګیاه ګډه او ویې خوري.

″د واخان خلک په فقر کې ژوند کوي، یوازینۍ غوښتنه یې له دولت څخه دا ده، چې د غنمو ډوډۍ ورکړي.

دوی یو ډول ګیاه له غلې سره ګډوي او خوري یې. دې خوړو د سیمې اکثره اوسیدونکي د پښو په دردونو اخته کړي دي.

دوی ښوونځی، کلینیک او داسې نورهیڅ نه غواړي، یوازې ډوډی غواړي. دا عجیبه هېواد دی، یو په کې د میلیونونو ډالرو خاوند کېږي او د بل نس په ډوډی هم نه مړیږي.″

د ډبلیو، ایف، پي، ویاند اسداله اذهري وایي، په دې هکله دوی ته تراوسه د افغان چارواکو له خوا کوم وړاندیز نه دی شوی، حال دا چې دوی مرستې ته تیار دي:

″ډبلیو، ایف، پي هم د دې راپورونو په اوریدو سره اندیښمنه ده.

د فیض اباد په ښارکې زموږ سیمه ییز دفتر هڅې پیل کړي، چې ستونزه له سیمه ییزو چارواکوسره شریکه او ویې څیړي. سره له دې، چې موږ ته په دې هکله کوم پیشنهاد نه دی شوی، خو بیاهم زموږ اداره چمتو ده، چې د غوښتنې په صورت کې، خپل مواد د دولتي ارګانونو په مرسته، د سیمې اړو خلکو ته ورسوي.″

خلک وایي د اضطرار کمیټه هرکال، د ژمي لپاره د تیاریو خبر ورکوي، خو بیاهم لیدل کېږي، چې په یوشمېر سیمو کې خلک د خوراکي موادو له کمښت او د لارو او سړکونو له بندیدو سره مخ کېږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG