د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۳

افغان سرحدي پوليسو پر پوله درې پاکستانيان وژلي

د بلوچستان شمال ختيځ لوري ته د باديني سيمې چارواکي وايي افغانستان سرحدي ځواکونو له دې سيمه څخه دوه تنه او ځينې وايي درې تنه پاکستاني اتباع له وسلوالو طالبانو سره د لاس لرلو په تور وړي او هلته يې وژلي دي. خو ځينې نړيوال اژانسونه وايي چې دغو کسانو د افغانستان په خاوره کې ماينونه ښخول او افغان سرتېرو په ډزو و وژل.

د بلوچستان شمال ختيځ لور ته د کلاسيف الله سيمې مربوط له افغانستان سره پر پوله د باديني سيمې چارواکي وايي د تېرې جمعې په ورځ د افغان سرحدي ځواکونو سرتېري په دوو موټرو کې د پاکستان خاورې ته را واوښتل او دوه تنه پاکستانيان يې له ځانه سره بوتلل. د باديني سيمې د لېويز پوليسو يو مشر محمدعظيم وايي اوس يې داسې خبرونه تر لاسه کړي چې دغه کسان افغان ځواکونو وژلي دي:

“حال نه ورسره لرو، هلته ټليفونونه کار نه کوي، داسې مالومات مو تر لاسه کړي چې دوه کسان يې له پولې وړي دي، څوک وايي وژلي يې دي څوک وايي ژوندي دي، خو اوازې داسې دي چې مړۀ به وي”

که څه هم د سيمې چارواکي وايي چې لا هم په دې اړه کره مالومات نه لري چې دغه کسان په څه تور وژل شوي، خو ځينې سرچينې وايي چې دغه کسان افغان سرتېرو په دې تور و وژل چې ګواکې دوى له وسلوالو طالبانو سره په ملګرتيا په افغانستان کې د ورانکارۍ په چارو کې لاس درلود.

د کلاسيف الله سيمې يو اوسېدونکى تورګل جوګيزى وايي افغان سرتېرو دوه کسان نه، درې کسان يې وړي او وژلي يې دي. نوموړى وايي دغه خلک پر پوله پراته دي، نو د سيمې د دود له مخې که يې وسلوالو طالبانو ته مېلمستيا ورکړې وي، خو له طالبانو سره ملګري نه وو:

“کره مالومات دا دي چې د افغان حکومت خلک تر پولې را اوښتي، په باديني کې يې د ځايي کاکړو د دوو ټبرونو درې کسان له ځانه سره وړي دي او وژلي يې دي، دا خلک پر پوله پراته دي او پښتانه مېلمپاله خلک دي، چې څوک ورسي شپه هم ورکوي ډوډۍ هم ورکوي، که څوک د طالبانو تور پر لګوي دا حقيقت نه لري”

د دغو کسانو د وژنې په تور د باديني سيمې خلکو او د وژل شويو کسانو خپلو خپلوانو احتجاج کړى او له پاکستاني ځواکونو يې غوښتي چې د دوى د وژل شويو کسانو مړي دي دوى ته وسپاري. د کلاسيف الله سيمې يو اوسېدونکى زين الله وايي د وژل شويو کسانو د کورنيو له خوا يې خبر تر لاسه کړى چې کسان يې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور وژل شوي دي:

“کله چې ما د دغو کسانو له خپلوانو سره خبرې وکړې هغوى وويل چې افغان سرتېري موږ ته خپل مړي نه راکوي، دوى ويل چې دغه کسان يې افغان عسکرو په دې شک وژلي چې دوى له وسلوالو طالبانو سره ملګري وو”

خو بل لور ته د چين د شینهوا خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې د افغان چارواکيو له خولې ويلي چې دغه دوه تنه پاکستانیان یې هغه وخت ووژل چې د افغانستان خاورې ته ور واوښتل او هلته يې ماینونه ښخول.

دا چې دغه کسان به واقعاً له طالبانو سره ملګري وو او د افغانستان په خاوره کې به يې ماينونه ښخول که څنګه، خو دم ګړۍ د افغان مقاماتو له خوا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې تېر کال هم باديني ته نيژدې د ږوب سيمې په کاکړ خراسان نومي ځاى څخه درې شپانه د افغانستان خاورې ته اوښتي او افغان سرتېرو له دې امله په تېروتنې سره وژلي وو چې وسلوال طالبان به وي. تر دغې پېښې وروسته د پکتيکا او ږوب تر منځ لويه لار هم د څو اوونيو لپاره تړلې وه.

بارکوال مياخېل- کوټه
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG