د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

صميم: د پکتيا بيارغونې ته سمه پاملرنه نه ده شوې


د پکتيکا والي وايي چې د بيارغونې په برخه کې دغه ولايت ته تر نورو هغو کمه پاملرنه شوې او له مرکزي دولته غواړي چې د دغه ولايت ستونځو ته خاصه پاملرنه وکړي.

والي محب الله صميم، دغه څرګندونې هغه مهال وکړې چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير جارالله منصوري، په ولسي او مشرانو جرګه کې د دغه ولايت د استازو په بدرګه پکتيکا ته ورغلی و.

د پکتيکا والي محب الله صمیم د کلیو د بیارغونې او پراختيا له وزير جار الله منصوري او ورسره پلاوي سره يو ځای په يوه پراخه غونډه کې وويل: مرکزي دولت بايد په ټولو برخو کې پکتيکا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه:

”د تېرو حکومتونو پر مهال په دغه ولايت کې هيڅ داسې کارونه ندي شوي چې د بېلګې په توګه یاد شي، نو له همدې امله ده چې بیارغونې ته نه بلکې له سره رغونې ته اړتيا ليدل کيږي”

بلخوا بيا د کلیو د بیارغونې او پراختيا وزیر جارالله منصوري له والي محب الله صميم او نورو چارواکو سره يو ځای د قومي شوراګانو له غړو او مشرانو سره لیده کاته وکړل.

وزير جارالله منصوري دغه ولايت ته د خپل سفر هدف دا ياد کړ چې په دغه ولايت کې د ده د وزارت لخوا د پلې شويو او روانو پروژو لیدنه وکړي او د راتلوونکو پروژو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

منصوري زياته کړه:

“په تير وخت کې د پکتيکا ولايت په يو شمير ولسواليو کې د ځينو ستونزو له کبله د ملي پیوستون د لومړۍ دورې پروګرامونه له ځینو خنډونو سره مخ شوي وو ، خو ژمنه کوم چې راتلونکی کال به د ملي پيوستون په دوهمه دوره کې د لومړي دورې پاتې شوي پروګرامونو جبران کړم”

ددې ولايت اوسیدونکي بيا د ځينو رغنيزو پروژو او پرمختګونو څخه خوښ ښکاري ،خو له مرکزي دولت څخه نورې مرستې هم غواړي.

پکتيکا د هيواد په جنوب ختيځ کې پروت پراخ، غرنی، سرحدي او د ګڼو ولسواليو درلودونکی ولایت دی او خلک يې هم د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله د روغتيا، کرنې، بنسټيزې رغونې او د پوهنې په برخه کې د ګڼو ستونځو سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG