د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس مهال په کابل کې له افغان مشرانو سره د دغه هیواد د ولسمشر د لیده کاته مقدمات بشپړوي ډاډ ورکړ، چې هیواد به یې د امنیتي مرستو ترڅنګ له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته هم دوام ورکړي.
ګریګول وشاتزه د شنبې په ورځ کابل ته راورسید او دلته یې له خپل افغان سیال ډاکټر زلمي رسول سره د دوه اړخیزې همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړ.
ده، چې د ورځې په پاي کې یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي مرستو د تنظیم لپاره د یو ګډ کمسیون په جوړولو هم سلا شوې دې.
″موږ لومړې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کولې او زه ډیر خوشحاله یم، چې موږ د خپلو همکاریو د تنظیم لپاره د یو ګډ حکومتي کمسیون په جوړولو هم سلا شولو.
زه غواړم خپله دا اراده هم تایید کړم، چې موږ به د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو او ستاستو د حکومت ملاتړ ته به په بیلابیلو برخو کې دوام ورکړو.″
دا په تیرو لسو کلونو کې دویم ځل دې، چې د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي تر دې مخکې نوموړي تیر کال په کابل کې په یوه غونډه کې ګډون کړې وو.
د ټاکل شوي پلان له مخې تمه ده، چې د ګرجستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ کابل ته راورسیږي او له افغان مشرانو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د همکاریو د پراختیا په څرنګوالي خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول ددې خبرې په تایید وویل چې ددغه د ګرجستاني سیال دا سفر هم ترډیره له دې موضوع سره تړلې دې.
د دې ترڅنګ دواړو لوریو د همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړ، چې په بیلابیلو برخو کې به په ګډه کار کوي، دا چې دا تړون کوم ځآنګړې برخې رانغاړي ډاکټر رسول وویل.
″د دوی دا سفر افغانستان ته د ګرجستان د ولسمشر له سفر سره مطابقت لري، څو له افغان ولسمشر سره وګوري. موږ، چې نن کوم تړون لاسلیک کړ د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ په اړه دې.
د دې تړون له مخې به مونږ په راتلونکې کې خپلو تماسونو ته دوام ورکړو، په دوه اړخیزو، سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه په خپله کې خبرې وکړو.″
ګرجستان اوس مهال په افغانستان کې څه باندې نهه سووه سرتیري لري، چې اکثره په جنوبي ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې میشت دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغانستان په روانه جګړه کې د ځینو نورو هیوادونو په څیر ګرجستان هم خپل یو شمیر سرتیري له لاسه ورکړي.
د ګرجستان ولسمشر پداسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې په افغانستان کې له یوې خوا د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد بهیر دوام لري او له بل لوري ویل کیږي، چې امریکا او متحدین یې غواړي د راتلونکي میلادي کال په نیمایی کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي.
دا، چې ګرجستان ولسمشر به ددغو پرمختګونو په اړه څه ډول غبرګون وښیۍ دا به له افغان مشرانو سره دده له لیده کاته څرګنده شي.
راپور: حمید مهمند