افغان حکومت په یوې ویډیو کې خپره شوې دا ادعا چې په افغان پوځ کې یو شمېر روزل شوي سرتیري پر نړیوالو عسکرو د حملو لپاره چمتو دي رد کړې ده.
په روانه اوونۍ کې د سخت دریځو وسله والو ویپ پاڼۍ یوه وډیو خپره کړه، چې د محمد روزي په نامه هغه سرتیری چې په ارزګان ولایت کې يې په تیره نومبر میاشت کې درې اسټرالیايي سرتیري سخت ټبیان کړل او بیا وتښتید، ادعا کړې، چې نور افغان سرتیري هم د ورته حملو لپاره لیواله دي.
د اسټرالیا د ″اې. بي. سي. نیوز″ خبري اژانس په وینا محمد روزي په خپره شوې ویډیو کې بې اساسه دعوه کړې، چې هغه۱۲ استرالیايي عسکر وژلي دي.
په عین حال کې د افغان حکومت یوه ویاند حکیم عاشور دا مساله کم اهمیته ښودلې او وايي، چې د دغه شان حملو چانس ډیر کم او محدود دی.
نوموړي ویلي، افغان حکومت په دې باور دی، چې په دې برخه کې خطاګانې موجودې وې، خو هغه ډیرې کمې دي.
اې. بي. سي. نیوز وايي، دا تر اوسه نه ده څرګنده، چې پر اسټرالیايي عسکرو برید کونکی محمد روزي له تروریستي ډلو سره تړاو درلود او که د حملې انګیزه يې بل څه وه.
د اسټرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارډ دغه وېډیو د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو یو پروپاګڼد بللی دی.
دغه راز د دې هیواد د حکومت د اپوزوسیون مشر ″ټوني ابووټ″ ویلي، دا ویډیو د اسټرالیا د اعتماد د متاثره کولو یوه هڅه ده او د نوموړي په وینا دښمن د خپل قوت په ښودلو کې مبالغه کوي.
په تیر ۲۰۱۱م کال کې درې ځله د افغان سرتیرو په لیکو کې د شامل شوو له خوا پر استرالیايي ځواکونو ډزې شوي؛ چې له امله څلور اسټرالیايي عسکر وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي.