د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

فرانسه: د افغانستان په پوځي ماموریت کې تېروتنې شوې دي


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې ویلي، په ۲۰۰۱م کال کې هغه مهال چې ولسمشر شیراک او صدراعظم ژوسپین په افغانستان کې د فرانسې د پوځي مداخلې په اړه پرېکړه وکړه، نو د دغې مداخلي د مهالویش په ټاکلو کې کې خطاګانې وشوې.

″سانټریست ونیزې″ د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله چې د دفاع له وزیر سره يې یو ځای د پارلمان د دفاعي او بهرنیو چارو کمیتي ته خبرې کولې، ویلي، په راتلونکي کې باید دغه شان عملیاتو لپاره مهالویش وټاکل شي.

د فرانسې د دفاع وزیر ګیراد لانګوی د روانې میلادي میاشتې په سر کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې وویل، د هغه افغان سرتیري په اړه چې په دې ورستیو کې يې په کاپیسا ولایت کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل له دې نه مخکې چې اردو کې شامل شي؛ دقیقه څیړنه نه وه شوې.

د لانګوې په وینا دغه افغان سرتیری له دې نه وړاندې هم عسکري کړې وه، بیا پاکستان ته تللی و او وروسته بیا په کاپیسا کې د افغان اردو په هغه ډله کې شامل شو؛ چې د فرانسې له خوا روزل کیږي.

د افغان ملي اردو په لیکو کې د جلب او جذب په اړه د فرانسې د دفاع وزیر ویلي، په دې برخه کې لومړیتوبونه له پامه غورځول شوي او د څارنې او څیړنې پروسه يې هم نیمګړتیاوي لري.

خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند ″جنرال جکوبسن″ د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ خبره ردوي او وايي، د اردو د جلب او جذب پروسه ښکاره او شفافه ده.

نوموړي ویلي، په افغان ملي اردو کې د شاملیدو لپاره اته مرحلي موجودې دي او اردو ته داو طلب له دې وړاندې چې شامل شي؛ په دقیقه توګه څارل کیږي.

د ناټو ویاند جنرال جکوبسن ویلي، د افغان استخباراتو کارکونکي دا مهال د افغان ملي اردو په کنډکونو کې موجود دي؛ څو د دې موضوع په اړه پیچلي څیړنې ترسره کړي.

خو د فرانسې د دفاع وزیر وايي، چې څه د پاسه درې نیم لکو ته د افغان سرتیرو د شمېر د رسولو په هدف په میاشتني دول د اته زرو کسانو جلب او جذب مناسب عمل نه دی.
XS
SM
MD
LG