د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

″د کاپیسا په پېښه کې ناټو ته غلط معلومات ورکړل شوي وو″

د چهارشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې ۷ تنه کوچنیان ووژل شول او سېمې ته استول شوی هیات وایي...

د چهارشنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې ۷ تنه کوچنیان ووژل شول او سېمې ته استول شوی هیات وایي، یوه اطلاع ورکونکی ناټو ځواکونو ته غلط معلومات ورکړي وو.

د کاپیسا ولایت ادارې رییس عبدالمبین صافي وایي، فرانسوي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت په ″ګیابه″ کلې کې هوایي حمله وکړه او له امله یې ۷ تنه کوچنیان چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو ټیټ وو، ووژل شول.

دغو هلکانو له کلې بهر پسونه څرول، چې هوایي حمله ورباندې وشوه.

ناټو او افغان چارواکې چې د پیښې د څیړنې په مقصد په هلیکوپټر الوتکې کې سيمې ته تللي وو، د جمعې په ورځ بېرته راستانه شول.

د ناټو یو ویاند جګړن ″جیسن واګونر″ وایي، د افغان او ناټو د ګډې څېړنې راپور تر اوسه نه دی خپور شوی.

د کاپیسا د ولایتې شوری رییس او د څیړونکي هیات غړي محمد حسین خان سنجانې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، له ځایي خلکو سره له خبرو وروسته ورته معلومه شوه، چې کوم چا ناټو ته غلط معلومات ورکړي وو.

سنجاني وایي، د ګیابه د کلې اوسیدونکې د پسونو او وزو په روزنې او پالنې مصروف دي او کوچنیان یې د څېړیو ونو لاندې د خپلو مالونو په څرولو بوخت وو، چې بمبارې ورباندې وشوه.

د کاپیسا د ولایتي شوری رییس زیاتوي، فرانسوي ځواکونو ته کوم پټ راپور رسیدلی و او په کې ویل شوي وو، چې په سېمې کې وسله وال په افغان او فرانسوي ځواکونو باندې د حملې پلان لري. خو دا استخباراتي معلومات غلط وو او فرانسویانو ملیکان ووژل.

په کاپیسا ولایت کې فرانسوي ځواکونه دېره دي او تر ډېره حده په سروبې او شاوخوا سېمو کې د وسله والو له مقاومت او حملو سره مخامخ کیږي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې ۸۲ فرانسوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي، چې اکثر یې د کاپیسا اوسروبي په حملو کې وژل شوي دي.

د فرانسوي ځواکونو د قوماندانۍ مرکز تر اوسه د کاپیسا د هوایي حملې په اړه څه نه دي ویلي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور، په کاپیسا ولایت اوسروبي کې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامې وسله وال فعال دي.

جمهور رییس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت هوایي حمله وغندله.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG