د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۷

د ولسي جرګه د دوهم مرستیال لپاره ټاکنې یو ځل بیا نتیجه ورنه کړه


په پام کې ده ، چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د ټاکلو نهم ځلي انتخابات د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د دوهم مرستیال څوکۍ ته څلورو تنو، ″ډاکتر محمد عارف شاه جهان، محمد نذیر احمدزي، نعمت اله غفاري او شکيلا هاشمي″ ځانونه کاندید کړي وو، چې ډاکتر محمد عارف شاه جهان او نعمت اله غفاري په کې تر دوو نورو کاندیدانو ډیرې رایې وګټلي او د انتخاباتو په دور کې شامل شول.

کله چ د انتخاباتو په دوهم دور بیاهم دواړو «پنځوس جمع یو» پوره ن کړ، د جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی د انتخاباتو نتایج داسې اعلان کړل:

″د محمدعارف شاه جهان تایید شوې رایې یو اویا او د محترم غفاری شپږ اتیا. د انتخاباتو په دوهم دورکې بیاهم پنځوس جمع یو بشپړ نه شو، راځی سبا ته غفاری صاحب یا صندق کېږدو یا علني رایې ورکړو سبا به دې کار ته دوام ورکړو.″

د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته ډاکټر محمدعارف شاه جهان، د انتخاباتو په دریم دور کې له کاندیدو لاس پر سرشو.

مخکې له دی، چې د ولسي جرګې ريیس، د جرګې د دوهم مرستیال لپاره د نهم ځل انتخاباتو په هکله څه ووایي، د جرګې یوشمېر غړو وړاندیز وکړ، چې بیا دې دغې څوکۍ ته انتخابات نه کېږی او نعمت اله غفاري، چې ترنورو یې زیاتې رایې خپلې کړي، د جرګې دوهم مرستیال دې وپیژندل شي. د جرګې غړي محمد عالمي بلخي وویل:

″د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه، چې د دوهمې مرستیالۍ نه ډېر مهم و په هغې کې کله، چې رقیب ونه غوښتل په انتخاباتو کې برخه واخلي، هغه چا، چې ډیرې رایې وړې وې، جمهور ريیس شو.

دلته ډاکټر شاجهان له کاندیدۍ لاس پرسر شو او غفاري صاحب، چې ډیرې رایې لري، د جرګې دوهم مرستیال کېدای شي.″

خو د جرګې یوشمېر وکیلانو له دې وړاندیز سره مخالفت وښود، ګل پاچا مجیدي وویل:

″د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایې معلومې نه وې، دلته زموږ رایې او نصاب معلوم دی، که دا کار کېږي، خلاف د قانون به وي.″

کارپوهان او خلک وایي، دا چې د انتخاباتو په اتم ځل بیاهم د جرګې دوهم مرستیال ونه ټاکل شو، په راتلونکو ورځو کې هم دې څوکۍ ته څوک نه شي بریالی کېدای.

دې څوکۍ ته د انتخاباتو له شپږ ځل وروسته، ولسي جرګې دا انتخابات دوه اوونۍ ځنډولی و.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي انتخابات تیرکال هم جنجالي و، تیرکال د جرګې د ريیس لپاره هم څو ځلې انتخابات بې نتیجې پای ته رسیدلي وو، چې په پای کې د یوسیاسي توافق له مخې عبدالرووف ابراهیمي د جرګې د ريیس وټاکل شو.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG