د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

″د پېژندپاڼو او تذکرو توپیر د پاسپورټ ويش له ستونزو سره مخ کړی″


د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وايي چې د شاوخوا نوي فیصدو هغو پیژندپاڼو معلومات ناسم دي، چې ایراني حکومت راستنیدونکو افغان کډوالو ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ورکړي دي.

د پاسپورټ رییس جنرال ایوب نصیري ازادي راډیو ته وویل، چې له همدې امله ایران ته تلونکي افغان کډوال د پاسپورټ او بیا د ویزې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

نوموړي وویل، په اکثرو مواردو کې راستنیدونکو کډوالو ته په پيژندپاڼې کې یو نوم لیکل شوی وي، خو په افغاني تذکرې کې یې اصلي نوم بل څه وي، له همدې امله د ایران له سفارته غوښتل کیږي، چې یوازې د عکس له مخې ویزې ورکړي:

″هغه کسان چې د ایران له پیژندپاڼې سره راغلي دي، د هغوی دا پيژندپاڼې نوي فیصده یې له تذکرو سره سمون نه خوري، دا یوه ستونزه جوړه شوې.

کله چې موږ د قانون په اساس د تذکرو له مخې یې هغوی ته پاسپورټونه ورکړو، د ایران قونسلګرۍ ورته ویزې نه ورکوي، نو موږ ترې غواړو، چې یوازې عکس ته دې وګوري، که چیرې د پيژندپاڼې او تذکرې عکس د یوه کس و، هغه کس ته دې ویزه ورکړي.″

ایران په دې وروستیو کې پریکړه وکړه، د یو ډول خاصو پيژندپاڼو په ورکولو سره به هغه افغان کډوال چې هلته د اوسیدوقانوني اسناد نه لري، خپل هیواد ته ستانه کړي او بیا به هغوی د ویزې له لارې بیرته ایران ته ستیږي.

په ایران کې د دارنګه افغان کډوالو شمیر نږدې یو ملیون ته رسیږي.

خو دې پریکړې په افغان حکومت هم یو فشار راوستی، چې باید هغوی ته پاسپورټونه برابر کړي.

د پاسپورټ رییس وویل، د دوی لپاره یو ملیون پاسپورټونه په پام کې نیول شوي دي، چې په لندن کې به یې یوه کمپنۍ چاپ کړي.

ښاغلي نصیري وویل، د دغو پاسپورټونو پنځوس زره افغانستان ته رسیدلي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به څلور نیم لکه نور هم ورسیږي.

خو له ډیرو ستونزو وروسته د پاسپورټ له اخیستلو وروسته د ایران ویزه اخیستل بېرته ستنیدونکو ته ځینې نور سخت شرایط هم لري.

ایران شرط ایښی دی، چې بېرته ستنیدونکي کډوال یوازې د هوا له لارې هغه هم د یوه ایراني شرکټ د دوه طرفه ټکټ په اخیستلو سره ایران ته تلای شي.

په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته دوو تنو ازادي راډیو ته وویل:

″۱- مخکې چې کومو خلکو مراجعه کړې وه، هغوی وختي د ځمکې له لارې په کمو پیسو لاړل، اوس اعلان کړی، چې د هوا له لارې دې لاړ شي، دا پیسې زیاتې دي، زموږ زور نه ورته رسیږي، ځکه د ځمکې له لارې ۱۰ زره افغانۍ مصرفیږي او د هوا له لارې ۳۰ زره.

۲- دوی وايي، چې د ماهون شرکت بېل راوړي چې ویزه درکړو، موږ ورته وویل، چې د هر شرکت بیل وی درته راوړو یې، وايي، چې نه د ماهون شرکت باید وی.

د ماهون شرکت یو طرفه ټکټ نه ورکوي، په ۲۵ زره یې خرڅوي، خو دا نور شرکتونه یو طرفه په ۱۳ زره افغانی ورکوي.″

خو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي، چې د ایران د حکومت ځینې اقدامات په دې هدف دي، چې پر افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژيکو همکاریو د سند په ارتباط فشارونه راوړي.

ایران له امریکا سره د افغانستان د اوږدمهالو همکاریو د سند په اړه چې لا هم پرې خبرې روانې دي، په ډاګه مخالفت کړی دی.

یو تن افغان مبصر احمد سعیدي وايي، د کډوالو په اړه د ایران وروستۍ پرېکړه هم یو ډول فشار دی:

″ایران غواړي، چې افغانانو ته مشکل ایجاد کړي، دا یو میلیون افغانان چې دلته د پاسپورټ لپاره راشي، اول خو افغان دولت پاسپورټ نه ورکوي، بیا ورته وايي، چې دوه درې میاشتې وروسته راشي.

ایران کوښښ کوي، چې هر ډول مشکل له مخې یې افغانانو، امریکایانو او د افغانانو نورو دوستانو ته ضرر رسوي له هغې ګټه اخلي.″

ایران دا مهال د څه باندې دوه ملیونو افغانانو، چې هلته د اوسیدو قانوني اسناد لري، کوربه هم دی.

خو د ایرانیو چارواکو او پوځيانو له خوا په ځینو مواردو کې ناوړه چلند، پر زده کړې یې ځینې محدودیتونه، او آن پر مذهبي ازادیو یې یو شمېر بندیزونه هغه لویې ستونزې دي، چې اکثره دغه کډوال ورسره مخ دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ایران پر ضد له دې امله هم مظاهرې وشوې، چې د دې هیواد په زندانونو کې په لسګونو افغان کډوال اعدام شول.

خو له دې ستونزو سره سره د کابل چارواکو تل په خپلو رسمي څرګندونو کې ایران د افغان دولت یو ښه دوست بللی او په همدې توګه ایرانيو چارواکو هم ظاهراً له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنې کړي دي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG