د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د کابل د ۳ ماڼیو د بیاجوړولو لپاره د پیسو ټولو کمپاین پیل شو


د دارالامان ماڼۍ
د دارالامان ماڼۍ
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دارالامان، تاج بیک او چهل ستون ماڼیو د بیارغونې لپاره د پیسو د ټولو په هدف څه باندې درې زره ټکټونه چاپ کړي، چې د دې ټولنې د رضاکارانو له خوا به په خلکو وپلورلې شي.

په کابل کې د دغو دریو تاریخي ماڼیو د بیارغونې لپاره د پیسو د ټولو دا کمپاین د شنبې په ورځ د افغاني سرې میاشتې د ټولنې او کابل ښاروالۍ له خوا پیل شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشرې فاطمه ګیلاني د دغه کمپاین د پرانیستنې پر مهال د ټکټونو د پلورلو په هکله داسې وویل:

″درې زره او پنځوس ټکټونه مو چاپ کړي، د هغو ټکټونو بیه چې پنځه زره ده، د هغو مسوولیت ما په خپله غاړه اخیستی، چې په زور وي که رضا هغه به خرڅوم، اما موږ د زرو، پنځه سوو، سل او پنځوس افغانیو ټکټونه لرو، چې رضاکاران ځي او په عادي خلکو یې خرڅوي، چې هر څوګ د خپل توان په اندازه هغه اخلي.″

میرمن ګیلاني په خپلو خبرو کې په پخواني کابل کې ډوبه شوه، چې خورا ښکلی چاپیریال یې درلود او له خلکو یې وغوښتل چې د ښار په بیا جوړونه کې له کابل ښاروالی سره اوږه په اوږه کار وکړي.

د افغانستان د وزیرانو شورا شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ښاروالۍ ته د دغو دریو ماڼیو د بیا جوړولو دنده وروسپارله.

کابل ښاروالۍ وایي، سره له دې چې د نړیوالو ټولنو له مرستو په ښه توګه کار اخلي خو وایي، چې غواړي دغه درې ماڼې د افغانانو په خپلو پيسو ورغوي.

د ښاروال له دې کار نه ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د مرستې ژمنه وکړه.

کابل ښاروال چې د سرې میاشتې په مرسته د دغه نوي کمپاین د پرانیستنې پر مهال یې خبرې کولی وویل، چې په دې برخه کې یې هڅو ښه نتیجه ورکړې.

خو دا چې تراوسه د دغو ماڼیو د جوړلو لپاره څومره پيسې راټولې شوي کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش څه ونه ویل، خو زیاته یی کړه، چې په پښتني بانک کې یې د دغو پیسو د راټولولو لپاره دوه افغاني او ډالري حسابونه پرانیستي.

″مونږ پریکړه کړې، چې د هرې میاشتې په پای کې د راټولو شویو پیسو په برخه کې د پښتني بانک له خوا اعلان کړو، چې څومره کسانو په څومره پيسو د دې پروګرام ملاتړ کړی، موږ تر اوسه وروستی راپور نه لرو او هغه څه چې ډير مهم دي هغه دا دي، چې خلکو په دومره شوق سره له دې پروګرام نه ملاتړ کړی، چې موږ یې د افغانستان ښې راتلونکي ته هیله مند کړي یو.″

سره له دې چې له خلکو نه د دغو پيسو د راټولولو لړی له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې پیل شوې خو بیا هم کابل ښاروال وایي، چې لا له وخته مخکې ده، چې ووایي، د دې ماڼیو په جوړولو به څومره پیسې ولږیږي.

د دارالامان او تاج بیک ماڼې د امان الله خان په وخت کې د یو جرمني انجینر والتن هارتن او د هغه د دوه ویشتو همکارانو په مرسته په کال ۱۳۰۴ نه تر ۱۳۰۶ کې جوړې شوي، چې یو سلو پنځوس غټې او وړې خونې او یو لوی تالار یې درلوده.

خو د اویاومې لسیزې په لومړیو پنځو کلونو کې، چې په هیواد کې د مجاهدینو یوه اداره فعاله وه دغه ماڼۍ د واک په سر د بیلابیلو ډلو ترمنځ په خونړیو جنګونو کې په ناوړه توګه زیانمنې شوې.

دا، چې کابل ښاروالۍ به په څومره وخت کې د دغو ماڼیو د بیارغونې کار بشپړ کړای شي، اوس یې اټکل ګران دی.
XS
SM
MD
LG