د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ننګ: د ښوونکو د ژوند حالت به ښه شي


د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ
د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې په۱۳۹۱ لمریز کال د ښوونکو د ژوند د ښه والي ته لا ډیره پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزارت داسې مهال د ښوونکو د ستونزو د کموالې لپاره نوی پروګرامونه اعلانوي، چې یوشمیر ښوونکي له خپل معیشتي حالت څخه نا راضه دي.

خو د پوهنې وزارت وایي، چې دوی د را روان لمریز کال لپاره نوي پروګرامونه په پام کې نیولي دي، چې تر ډیره به د ښوونکو لپاره ګټور تمام شي او د ژوند ستونزې به یې هواري شي.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ ازادي راډیو ته وویل، چې د را روان لمریز کال لپاره د دوی پلانونه جدي دي او د ښوونکو د ستونزو هوارولو ته په کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وینا په راروان لمریز کال کې به پنځوس زره نمرې په دوه ویشت ولایتونو کې پر ښونکو وویشي.

خو بل پلو یوشمېر ښوونکي شکایت کوي او وایي، که څه هم د پوهنې وزارت له خوا ورته د کال په لومړیو کې ډیرې ژمنې ورکول کیږي، خو وروسته عملی بڼه نه مومي او ستونزې یې یو پر دوه زیاتیږي.

د کابل ښار دوه ښوونکي په دی اړه وایي.

"۱- زمانوم فهیمه برکي ده، په اریانا لیسه کې ښوونکې یم، زموږ ښوونکي له اقتصادي پلوه ډیر کمزوری دی، که د معنویت له اړخه تیرشو ښوونکي ته څوک هیڅ ارزښت نه ورکوي، ډېرکم معاش لري او هغه هم په خپل وخت نه ورکول کیږي.

۲- زمانوم سامعه عزیز نادر ده. زموږ په ټولنه کې د ښوونکي په ځانګړې توګه د ښځینه ښونکې ژوند ډیرې ستونزې لري، زه له دې متاثره کیږم، چې ښوونکي په ټولنه کې ډېر زیار ګالي خو هغومره اهمیت نه ورکول کیږي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دوي اوسمهال دوی په ټول هیواد کې له یو سله دوه نوی زره زیات ښوونکې لري، چې اته پنځوس سلنه یې غیرې مسلکي دي.

دا وزارت وایي، چې دوی ټولو ښوونکو ته د ځمکو د ویش لړۍ له څلورو کلونو راهيسې پیل کړي، او تر اوسه یې په بیلا بیلو ولایتونو کې دولس زره اوه سوه نمرې ځمکي پر ښوونکو ویشلې دي.

دا يواځې ښوونکي نه دي، چې د خپلو تنخواګانو او امتیازونو له کموالي شکایت کوي، بلکې یوشمېر زده کوونکې هم شکایت کوي، چې په ناامنه ولایتونو کې یې ښوونځي پر مخ تړل شوي دي.

خود پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هلمند، قندهار، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې پنځه سوه اولس ښوونځي تړلې پاتې دي، چې د دېرش سلنه نجونو پر ګډون درې لکه ماشومان یې له زده کړي بې برخې دي.

خو د پوهنې وزارت وایي، دوی پریکړه کړي، په را روان لمریز کال کې، د قومي مشرانو او خلکو په مرسته ټول بند ښوونځي بېرته پرانیږي.
XS
SM
MD
LG