د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

م.م د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۶ ملیونه ډالره مرسته کوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې له دې مرستې نه د امیدواره میندو او ماشومانو د روغتیا او د دوی د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې کار واخلي.

د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو د ادارې ترمنځ دا تړون، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال کاري پروګرام نومیږي، د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شو، چې شپږ اشاریه یو میلیونه ډالره ورته ځانګړې شوي.

د دې وزارت سرپرستې ثریا دلیل خبریالانو ته وویل، چې د دوه زره دولسم کاري کال پروګرام به د امیدواری د روغتیا د ښه کیدو، د نفوس کنټرول او ځینو نورو برخو کې مرسته وکړي.

″په افغانستان کې د (یو. ان. اېف. پي. اې) له مشر سره د دوه زره دولسم میلادي کال لپاره کاري پلان لاسلیک کوو، دا پلان د یو کال لپاره دی او هغه مهم فعالیتونه چې په پایله کې د میندو، ماشومانو او نوي ځوانانو د روغتیا د ښه کیدو، د عامې روغتیا له وزارت سره د نفوس د کنترول په برخه کې مرستې، د قابلو او نرسانو د زده کړې لامل کیږي پکې شامل دي.″

په دغه پروګرام کې یو شمیرلیرې پرتو سیمو لکه بامیان، دایکندي او فاریاب ولایتونو ته د روغتیايي اسانتیاوو رسول او یو شمیر کارکوونکو ته د روغتیایي اسانتیاوو ورښودل شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازی وایي چې د دغو شپږ اعشاریه یو میلون ډالرو نه به شاوخوا درې میلونه د امیدواری د روغتیا په ښه کیدو او اوه لکه به یې د جندر د ستراتیژی په برخه ولګول شي.

د دغه سازمان استازي ډاکټر لورینت سیزلر د خپلو مرستو د دوام په هکله داسې وویل.

″د ملګرو ملتونو د وګړو اداره ژمنه ده، چې افغانستان د خلکو د ګټې لپاره له بیلابیلو امکاناتو کار واخلي، همداراز دغه اداره افغانانو ته د ښه ژوند او د لوړ کیفیت نه ډکو روغتیایي اسانتیاوو برابرولو لپاره هم ژمنه ده او زه ددې ادارې په استازیتوب له افغانانو سره د نورو مرستو ژمنه هم کووم.″

تر دې مخکې هم د روغتیایی خدماتو د ښه کولو په برخه کې میلونونه ډالره لګول شوي خو له دې ټولو سره سره بیا هم د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پر مهال مري.

په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته د میندو نه لاس رسۍ یوه مهمه ستونزه ده چې ددې ډول مړینې لامل کیږي.

سره له دې چې ویل کیږي دغو ښځو ډیر ځله خپل غږ له بیلابیلو لارو چارواکو ته رسولی خو داسې انتقادونه هم شته چې ګواکې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه کیږي.
XS
SM
MD
LG