د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

امریکا د خپلو پوځي سلاکارانو ډلې افغانستان ته استوي


″جنرال کورټس سکاپروتي″ د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل، هغه غواړي له دې نه مخکې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر کم شي، افغان ځواکونه د زیاتو عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.

نوموړي وویل، د نړیوالو ځواکونو له قومندانانو څخه يې غوښتي چې څومره ژر ممکنه وي، د عملیاتو مشرۍ افغانانو ته وسپاري.

″جنرال سکاپروټي″ وویل، دا مهال د افغان ځواکونو د کنډکونو یو په سلو کې دا توان لري، چې په یوازې سر عملیات ترسره کړي.

له دې نه وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي وو، ۲۰۱۳ م کال به افغان ځواکونو ته د عملیاتو د مشرۍ او د امنیتي مسولیتونو د انتقال لپاره پریکنده کال وي.

د لیون پنیټا په وینا هیله مند دی، چې د ۲۰۱۳م کال په جریان کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اوسنۍ ماموریت، حمایوي بڼه غوره کړي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي، چې د دوی ځواکونه به د ضرورت په وخت کې چمتو وي، چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

جنرال سکاپروټي بیا وايي، چې ۲۰۱۳م کال لا لرې دی او افغان ځواکونو ته د عملیاتو د مشرۍ د سپارلو بهیر به د افغانستان امینتي وضیعت ته په کتنې سره ترسره کیږي.

د اسوشیېټډ پرېس اژانس په وینا د جنرال سکاپروټي دا څرګندونې د هغې مقالي سره په ټکر کې دي، چې د امریکا پوځی ژورنال خپره کړې ده.

د امریکا پوځي ژورنال ته ډګروال دانیل چې یو کال يې په افغانستان کې خدمت کړی ویلي، د افغانستان د جګړې او دغلته په پوځي برخه کې د پرمختګونو په اړه د امریکا د پوځي مشرانو خبري ګمراه کوني او له مبالغي ډکې دي.

ډګروال دانیل ویلي، هغه په هیڅ ځای او هیڅ سطحه کې برالیتوبونه نه دي لیدلي او تکتیکي وضعه هم په ژوره توګه خرابه ده.

خو په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د ورځینو عملیاتو مشر جنرال سکاپروټي ویلي، چې دا د ډګروال دانیال شخصي نظر دی.

نوموړي ویلي، هغه ډاډمن دی، چې د هغه خوش بینانه ارزونې د اساسي معلوماتو او تحلیلونو پر بنسټ دي.

جنرال سکاپروتي ویلي هغه هیله مند دی، چې افغان ځواکونه به دا ثابته کړي چې د خپل هیواد د امنیتي چارو مسولیت پر ځای کولی شي.
XS
SM
MD
LG