د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

″د کلیو د پراختیا وزارت خپله ۶۳ سلنه پراختیايي بودجه لګولې ده″


د کلیو د پراختیا وزېر جارالله منصوري وايي، چې د وزارت حقیقي بودجه ۳۴۹ میلیونه ډالره وه.
د کلیو د پراختیا وزېر جارالله منصوري وايي، چې د وزارت حقیقي بودجه ۳۴۹ میلیونه ډالره وه.

د وزارتونو له خوا د پراختیایي بودجې د کم مصرفیدو په اړه د ازادي راډیو د راپورونو په لړۍ کې داځل د کلیو د پراختیا وزارت انتخاب شوی.

د دغه وزارت چارواکي وایي، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې درې سوه او اته نوي ملیونه ډالره پراختیایي بودجه درلوده چې تراوسه یې درې شپیته فیصده لګولې ده.

سره له دې چې د کلیو د پراختیا وزارت وایي، خپله پراختیایي بودجه یې زیاته مصرف کړې، خو شکایت کوي، چې د بودجې یوه برخه چې نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې وه، د دوی لاس ته نه ده ورغلې.

د کلیو د پراختیا وزیر جارالله منصوري ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریزکال کې یې درې سوه او اته نوي ملیونه امریکایي ډالره بودجه درلوده، چې ۴۹ ملیونه یې تراوسه نه ده ورکړل شوې.

خو ښاغلی منصوري وایي، دوی توانیدلي تراوسه پورې خپله درې شپیته فیصده پراختیایی بودجه ولګوي.

″د کلیو د پراختیا وزارت د ۱۳۹۰ کال بودجه ۳۹۸ ملیونه امریکایي ډالره ده، په دغو کې ۴۹ ملیونه ډالره د مرسته کونکو ژمنې دي، چې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوې او پیسې یې نه دي راکړي.

نو د وزارت حقیقي بودجه ۳۴۹ ملیونه ډالره ده، چې له دغې حقیقي بودجې څخه مو تراوسه ۶۳ فیصده لګولې ده.

۱۲۹ ملیونه پاته کیږي، چې موږ به د کال ترپایه پورې ۷۰ ملیونه نورې هم مصرف کړو. موږ د بودجې په مصرف کې هیڅ ستونزه نه لرو یوازنۍ ستونزه همداده چې ژمنه کیږي اوپیسې نه راکول کیږي.″

خو د افغانستان د مالیې وزارت بیا وایي، چې د کلیو د پراختیا وزارت تراوسه پنځه پنځوس فیصده پراختیایي بودجه لګولې.

د دغه وزارت ویاند عزیزشمس په دې اړه وایي:

″انکشاف دهات تراوسه پنځه پنځوس سلنه مصرف کړی دی، خو د کلیو د پراختیا وزارت دکال تر اخره ځینې نورې پروژې هم لري، ځکه چې د دوی پروژې ډیرې دي، اوس هم د دوی مصرف په پنځوسو فیصدو زیات دی، د نورو وزارتونو په پرتله داښه مصرف دی.″

د کلیو پراختیا وزیر جارالله منصوري وایي، د مالیې وزارت او د دوی د ارقامو ترمنځ دغه توپیر ځکه موجود دی، چې مالیې وزارت د پلان شوې بودجې له مخې ارقام ورکوي.

نوموړی وایي، مالیې وزارت هغه بودجه هم په نظر کې نیسي، چې دوی ته تراوسه د نړیوالې ټولنې له خوا نه ده ورکړل شوې.

د کلیو د پراختیا وزارت پنځه لویې پروژې لري، چې د ملي پیوستون او د کلیوالي صنعتونو پراختیا پروژه هم په کې شامله ده.

جارالله منصوري وایي، د دوی اکثره پروژې اوږدمهاله دي.

″موږ د ملي پیوستون پروژه لرو، چې ډیره مهمه ده، دغه پروژه د کلیو په کچه وړې پروژې د خلکو په مرسته پلې کوي، د کلیوالي صنعتونو د پراختیا پروګرام دی، موږ په ۱۳۹۰ کال کې د زرنج د اوبو رسولو پروژه هم لرو او همداشان د بدخشان حلقوي سړک.″

که څه هم د کلیو د پراختیا وزارت د زرنج د اوبو رسولو پروژه هم د سږکال مهمه پروژه بولي، خو په نیمروز کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې د دغې پروژې د پلي کیدو په وړاندې ځینې خنډونه پراته دي.

د نیمروز چارواکو ویلي، کوم شرکت چې د زرنج د اوبورسولو پروژې قرارداد لاسلیک کړی، په فساد لاس پورې کړی او له همدې امله اجازه نه ده ورکړل شوې چې دغه پروژه پلې کړي.

د کلیو د پراختیا وزیرجارالله منصوري وایي، چې د دوی پروژې په ښه توګه د هیواد په ټولو برخو کې پلې کیږي، خو د ولسي جرګې ځینې غړي بیا انتقاد کوي، چې د دغه وزارت پروژې افغانستان شموله نه دي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی محمد نذیز احمدزی وایي، چې د کلیو پراختیا وزارت پروژې سلیقوي دي او سمتي بڼه لري.

″د انکشاف دهات پروګرام یو غیر عادلانه پروګرام دی، کوم کمکونه چې دوی کړي په سمتي حساب یې کړي، دوی کومه بودجه هم نه ده مصرف کړې، که یې کړې هم ده په یوځای، په یوه ولایت یا یوه سمت باندې ده.

ډیرکارونه په هغو منطقو کې شوي چې دوی ورسره روابط لري یا دوی ورسره وابسته دي.″

عام خلک بیا د کلیو پراختیا وزارت له کارونو خوښ دي خو دکیفیت په اړه یې شکایت لري.

″ ۱- زه محمد موسی د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکی. د پخوا په تناسب ډېر کار شوی دی، خو د کیفیت له مخې نه، اوس چې د پشت رود سړک ته لاړشې افسوس کوې چې داسړک څنګه پوخ شوی دی؟

۲زه د دوکین یمه، دغه پروسه چې ده دانکشاف دهات ډیره ښه پروسه ده، د خلکو مشکل یې حل کړی دی، سړکان یې جوړ کړي، بمبې یې جوړې کړي، پولان یې جوړ کړي، ښې موفقې پروژې دي خو لږ نیمګړتیاوې لري.″

د کلیو پراختیا وزارت وایي چې ترټولو ډیره مرسته ورسره امریکا کوي.

له امریکا وروسته جاپان،بریتانیا او کانادا له دغه وزارت سره لوی مرسته کونکي هیوادونه دي.

داچې د کلیو د پراختیا وزارت خپله بودجه په کافي اندازه نه ده لګولې دا بیله خبره ده خوپه عمومي توګه خلک او مالیې وزارت د کلیو دپراختیا وزارت له کارونو خوښ دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG