د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۸

امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي


د یو شمېر څیړونکي په باور یوازې د سیاسي خبرو اترو په ترسره کیدلو سره سولې ته لاره نه پرانیستل کېږي.
د یو شمېر څیړونکي په باور یوازې د سیاسي خبرو اترو په ترسره کیدلو سره سولې ته لاره نه پرانیستل کېږي.

د امریکا متحده ایالات غواړي، چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې چټکې کړي، څو د مې په میاشت کې د ناټو په غونډه کې له دې ډلې سره د جدي خبرو اترو د پیل اعلان وکړي.

د بارک اوبما اداره هیله لري، چې د ناټو د مشرانو په هغه غونډه کې چې د مې د میاشتې په شلمه او یویشتمه نیټه په شیکاګو کې جوړیږي؛ له کلونو بې باورۍ او شک وروسته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د رېښتینو مذاکراتو د پیل په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، دا به د امریکا او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو لپاره یو بریالیتوب وي، چې وښيي، د پوځي هڅو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ یې خپلو کورونو ته د خپلو سرتیرو د ستنولو لپاره هم یو څه کړي دي.

خو د یو شمېر څیړونکي په باور یوازې د سیاسي خبرو اترو په ترسره کیدلو سره سولې ته لاره نه پرانیستل کېږي. د دوی په وینا امریکايي ډیپلوماټان باید د باور د فضا د رامنځ ته کولو لپاره ځینې اقدامات وکړي.

په ډې اقداماتو کې باید د وسله والو طالبانو ځینې بندیان له ګوانتنامو زندان څخه خوشې شي او وسله وال باید قانع کړی شي؛ چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او دا حکومت په رسمیت وپېژني.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د بارک اوباما ادارې هڅه وکړه، چې د افغانستان په اړه د بن له دویم کنفرانس څخه د مخه دې هدف ته ورسیږي خو بریالي نه شول.

اوس دې خبري اژانس د یو امریکايي لوړ پوړي چارواکي له خولي ویلي، چې ځینې امریکايي مقامات غواړي، چې د شیکاګو په کنفرانس کې په افغانستان کې د پخلاینې په برخه کې شوي پرمختګونه اعلان شي.

خو نوموړي په دې اړه په افغانستان کې د پخلاینې مساله د دې کنفرانس د رسمي اجنډا برخه ده په احتیاط څرګندونې وکړي.

دې امریکايي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډه ډه کړي ویلي، دوی غواړي، هرڅومره زر چې ممکنه وي، سوله او پخلاینه رامنځ ته شي.

امریکا غواړي، په افغانستان کې د جګړې بڼه بدله او په دې هیواد کې تر ډیره پر خپلو ځانګړو ځواکونو تمرکز وکړي.

رسنۍ

د طالبانو سره د سولې د خبرو یو شمېر منتقدین وايي، د افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو په مهال ویش کې چټکتیا د دې سبب شوې ده، چې په طالبانو کې د خبرو اترو او تفاهم لپاره لیوالتیا کمه شي.

په امریکا کې یو شمېر نور بیا د وسله والو طالبانو د ځینو بندیانو د خوشې کولو په اړه اندېښنې لري او وايي، دا کسان چې د القاعده سره د تړاو په خاطر نیول شوي، د دې امکان شته چې له خوشې کیدو وروسته د امریکا او افغان ځواکونو خلاف د جګړو په لیکو کې ودریږي.

ویل کېږي، چې د شیکاګو په غونډه کې به همدارنګه له افغانستان څخه د ډیر شمیر امریکايي سرتیرو د وتلو مساله هم یاده شي.

په دې وروستیو کې څو خبري اژانسونو وویل، چې امریکا غواړي، په افغانستان کې د جګړې بڼه بدله او په دې هیواد کې تر ډیره پر خپلو ځانګړو ځواکونو تمرکز وکړي.

خو په دې اړه کومه وروستۍ پریکړه تر اوسه نه ده شوې او دا هم نه ده معلومه، چې په افغانستان کې به پاتې اته شپیته زره امریکايي سرتیري تر څه وخته په افغانستان کې پاتې او په کومو پړاونو کې به له دې هېواد څخه ووځي.
XS
SM
MD
LG