د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

"ایران دې د وژل شوي افغاني کورنۍ د ۶غړو جسدونه راوسپاري"


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایرانیو چارواکو سره په دې هېواد کې د شپږو افغان کډوالو د وژنې د پيښې په اړه په تماس کې دي او له هغوې یې غوښتي چې د دغو افغانانو جسدونه یې ور وسپاري.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري ازادۍ راډیو ته وویل، وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې یو یو نیم کلن ماشوم، یوه ښځه او ځوانان په کې شامل دي.

ښاغلي انوري زیاته کړه، ایرانیو چارواکو د پیښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې:

"ریښتا هم، داسې یو کار شوی دی، له هغه ځایه چې موږ د خپل سفارت له خوا خبر شوي یو، دا مسئله اوس د ایران د پټو پولیسو او کډوالو پولیسو له خوا د کورنیو چارو د وزارت له لارې یې تر څیړنې لاندې ده.

د قتل عاملین تیښتیدلي دي، دوې غواړي چې هغوي پیدا کړي، کله چې هغوي ونیول شول نو د ایرانیو چارواکو له څیړنو وروسته به څرګنده شي، چې د قتل انګیزه څه وه."

په کابل کې د ایران د سفارت ځینو چارواکو هم دغه پيښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې د پيښې د عاملینو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د کډوالو چارو د وزیر په وینا د دې کورنۍ مشر په افغانستان کې و، ترڅو د ویزې له لارې بیرته په ایران کې خپلې کورنۍ ته ورشي.

د ایران د حکومت د نوې پالیسۍ له مخې هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، له ایران نه د وتو یو کارت ورکول کیږي چې بیا د هغې له مخې د ویزې له لارې بیرته په قانوني توګه ایران ته ستنیدای شي.

په ایران کې څه کم یو میلیون هغه افغان کډوال پراته دي، چې هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

یو شمېر هغه کډوال چې په دې وروستیو کې په همدې ترتیب له ایرانه شړل شوي دي، د خپلو کورنیو په اړه یې چې هلته پاتې دي اندیښمن دي.

دوه دیرش کلن احمد بشیر چې د ویزې د اخیستلو لپاره په کابل کې د ایران سفارت ته ورغلی و وویل، میرمن، دوه لوړې او دوه زامن یې په ایران کې پاتې دي:

"نو اوس تاسو ووايئ، چې زه څه وکړم، زه خو په مخ کې هیڅ لاره نه لرم، که زما ستونزه هواره نشي، نو محبوره یم چې په یوه بل کار لاس پورې کړم، ځان انتحاري ته ور تسلیم کړم، ځکه چې اولادونه مې هلته پاتې دي او زه دلته یم، زه مجبوره یم چې ځان ووژنم، ما ته خو ژوند نه دی پاتې."

نوموړي ازادۍ راډيو ته وویل، چې ځینې افغان کډوال وروسته له هغې چې د پولیسو له خوا ونیول شي، په توقیف ځایونو کې ځورول کیږي:

"په کمپونو کې ډیر ظلم کوي، د سړي سر کلوي، وهي یې ډبوي یې، ایرانیو پنځه شپږ تنه په مرمیو ووژل، کار یې نشوای کولای، سپین ږیري و، بیل او چارۍ یې چې نشوای وهلای، نو ایرانیو په ډزو ووژل، ما د سفیدسنګ په کمپ کې خپله ولیدل. تقریبً لس ورځې یې موږ ته یوازې وچه ډوډۍ راکوله."

په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته تقریبا هره ورځ د همدغو راشړل شوېو کډوالو ډلې ډلې د ویزې د اخیستلو لپاره ولاړ وي.

خو هلته له افغان کډوالو سره پخوا هم د یو شمېر حکومتي او یا هم غیر حکومتي کسانو له خوا د تاوتریخوالي پيښې شوي دي.

څو میاشتې مخکې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وروسته له هغې خلکو مظاهرې وکړې، ایراني حکومت په زندانونو کې یو شمېر افغان کډوال اعدام کړل.
XS
SM
MD
LG