د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۲

په ۲۰۱۳ کې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل مثبت ګام دی؟

د امریکا چاپ درې میاشتنۍ خپرونه، نشنل انټرسټ لیکي، د امریکا دفاع د وزیر لېون پنیټا دا څرګندونې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي عملیات به د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې ختم شي، یو مثبت بدلون و، خو دا خبره ډېره زړه ده او په دې اړه ډېرې پوښتنې شته چې ځواب غواړي.

له لس کاله جګړو وروسته سپینه ماڼۍ خپله دا ژمنه چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ختموي او تر 2014 کاله پورې به ټول ځواکونه له دې هېواده باسي باید عملي کړي.

خپرونه زیاتوي، له سیاسي پلوه دا پرېکړه د ولسمشر اوباما د ادارې لپاره ډېره منطقي وه او د ده د سیاسي حریفانو او هغو کسانو پر زړه د غشي ګوزار و؛ چې په افغانستان کې تر ناڅرګندې نېټې پورې پوځي حضور غواړي.

خو د نشنل انټرسټ په وینا د پنیټا دا اعلان ولسمشر اوباما ته، د هغو رای ورکوونکو ترڅنګ د درېدو امکان ورکوي، چې په افغانستان کې د ځواکونو کمول غواړي، خو د ده سیالان، د ځواکونو د کمولو د طرحې په مخالفت سره د هغو اقلیت امریکایانو ترڅنګ درېږي، چې لاهم په افغانستان کې د دولت جوړونې د ماموریت ملاتړ کوي.

خپرونه زیاتوي، ولسمشر اوباما دقیقاً په هغه موقف کې دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال و او د عراق د جګړې په اړه به تاوده بحثونه کېدل.

هغه مهال ده استدلال کاوه، چې د عراق لانجمنه جګړه به چې له ولسمشر بوش څخه ده ته په میراث پاتې وه، ختمه کړي.

د نشنل انټرسټ په وینا اوباما حق لري، چې په عراق کې د بریا ادعا وکړي او امریکایانو ته ووايي، چې که مو د لومړۍ جګړې په اړه زما اقدام خوښ شوی وي، غواړم د دوهمې جګړې په برخه کې هم ورته اقدام وکړم او په دې توګه به د افغانستان د جګړې چې هغه هم ده ته په میراث پاتې وه د ختمولو ویاړ ترلاسه کړي.

نشنل انټرسټ وړاندې لیکي، وروستی بدلون نه کومه نوې خبره ده او نه تراوسه یقیني شوې او سره له دې چې رسنیو د امریکا د دفاع د وزیر څرګندونو ته زیات اهمیت ورکړ، خو د دې اټکل ممکن وو، ځکه پنیټا منلې ده، چې دا پرېکړه ډېره پخوا او د پردې شاته شوې وه مګر خپرونه لیکي چې د اعلان ګڼ فرعي اړخونه لري.

پنیټا اعتراف وکړ چې د هغو ځواکونو شمېر، چې په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستانه وځي نه دی معلوم، په دې اړه یې هېڅ جزییات څرګند نکړل چې افغانانو ته د مسوولیتونو سپارل به په څه ډول کېږي، افغانانو ته د مشورې او مرستې د ونډې او محاربوي عملیاتو ترمینځ رابطه هم مبهمه ده ځکه یوه امریکايي ویاند وروسته په ډاګه کړه چې امریکايي ځواکونه به په ۲۰۱۴ کال هم په محاربوي عملیاتو کې ښکېل وي.

نشنل انټرسټ په پای لیکي، لنډه دا چې د امریکا په پالیسۍ کې کوم خاص بدلون نه دی راغلی او معلومه نه ده چې د ۲۰۱۳ کال په پای کې به څومره سرتېري په افغانستان کې پاتې وي، خو تر کومه ځایه چې د پنیټا په وروستۍ څرګندونو پورې اړه لري د اوباما اداره به په ۲۰۱۴ کال کې د سرتېرو د وتلو مهال وېش خامخا عملي کړي چې دا د امېد یوه نښه ده.

له دې سره به د خپرونې په وینا افغانانو ته دا امکان په لاس ورشي چې د خپل امنیت مسوولیت ومني او دا انګېزه به ورته برابره شي چې ځان له خطر سره مخامخ کړي او د چارو ابتکار په لاس کې واخلي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG