د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۲

ناټو: د افغان ځواکونو د غښتلتیا په اړه جدي خبري پیل شوي

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنران کارسټین جکوبس
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنران کارسټین جکوبس

په افغانستان کې د ناټو چارواکي وایي، چې تر 2014 کال وروسته د افغان ځواکونو پر غښتلتیاوو یې له افغان حکومت او هغو هیوادونو سره خبرې پيل کړي، چې له دې هیواد سره پوځي او مالي مرستې کوي.

ناټو وايي، افغانستان د یوه غښتلي او منظم پوځ درلودلو لپاره تر 2014 کال وروسته هم د نړویوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا لري.

د ناټو او ایساف ځواکونو ویندویانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار وکړ، چې جنګي ماموریت یې په 2014 کال کې پای ته رسیږي، خو نړیوال به بیا هم د مرستو پر ژمنو ولاړ وي.

د ایساف ویاند جنرال کارسټین جکوبسن وویل، چې اوس مهال د افغان ځواکونو د وړتیاو د څرنګوالي په اړه دوی جدي خبرې پیل کړي.

“له افغان حکومت او هغو هیوادونو سره، چې پوځیان یې رالیږلي او مالي مرستې کوي، جدي خبري پيل شوي.

د دغو خبرو هدف، تر 2014 کال وروسته د افغان ځواکونو غښتلتیا او د دوی وړتیاوي لوړل دي.
د دې لپاره چې افغانستان یو منظم پوځي ځواک ولري، نو باید تر 2014 کال وروسته د نړیوالي ټولني مالي مرستي ورسره وي.”

د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړلو په اړه دا خبري داسي وخت کیږي، چې تر دې پخوا ځینو راپورونو د ناټو د چارواکو له خولې ویلي وه، چې د افغان ځواکونو شمېر به تر ټاکل سوې شمېرې راکم کړای سي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا خبره رد کړې وه او ویلي یې وه، چې دا شاید د ځینو کسانو شخصي نظر وي.

له مخکیني پروګرام سره سم د افغان پوځ او پولیسو شمېر درې لکه او 52 زرو ته ورسیږي، چې تر 2014 کال وروسته به د هیواد امنیتي چاري سمبال کړي.

بل خوا د ناټو د ملکې استازي ویاند دامنیک میدلي وايي، چې نړیواله ټولنه پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په دې برخه کې جدي ده.

“تر 2014 م کال وروسته د ناټو جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي او دا روښانه ده، کله چې بهرني پوځونه له افغانستانه وزي نو نړیواله ټولنه له دې هیواد سره د خپلو مرستو لپاره ژمنه ده.

هیله ده، چې دغه مرستي به د مالي تر څنګه په پوځي برخه کې هم دوام وکړي.”

د افغان ځواکونو د وړتیاوو او له دوی سره د مرستو خبري داسي وخت کیږي، چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي، چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تر ټاکلي نیټې یو کال مخکې یعنی د 2013 کال په نیمايي پای ته ورسوي.

خو وروسته په کابل کې د امریکا سفیر رایان کراکر دا څرګندوني تصحیح کړې او ویې ویل، چې د 2014 کال تر پایه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

راپور: معصوم میوند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG