د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

"د تېرو څلور لسیزو سیاسي تحولات په ښوونځي کې نه تدریس کیږي"


د پوهنې وزارت د تاریخ په مضمون کې د تیرو دریو لسیزو د پیښو او بدلونونو د نه شاملولو یو اساسي علت دا بولي، چې په دغه موده کې په افغانستان کې رامنځ ته شوي بدلونونه راتلونکې نسل ته ناوړه ذهنیت ورکوي.

د پوهنې وزارت تخنیکي مرستیال اصف ننګ وایي، چې د ښوونځیو د تاریخ په مضمون کې باید هغه دروي شاملې کړای شي، چې ملي ویاړونه په کې موجود وي، سیاسي او ټولنیزې ګټې په کې خوندي وي.

نوموړی وایي، د افغانستان په تیرو درې یا څلور لسیزې انقلابي دي او که چېرې دا دورې د تعلیمي نصاب په تاریخ مضمون کې راوړل شي، نو قومي، ګوندي، سمتي شخړې به پیدا او ملي یوالي ته به زیان ورسوي.

د پوهنې وزارت وایې، د یونسکو سره د افغانستان د تړون له مخې د تعلیمي نصاب په تاریخ مضمون کې هغه پیښې شاملای شي، چې پنځوس کلونه یا نیمه پیړۍ پرې تیر شوې وي.

ده وویل، که چیرې د ټولنې غړې پرې موافق وي نو دوې به د تعلیمي نصاب د تاریخ په مضمون کې به د اوسنې نظام ځیني مثبت ټکي په کې یاد کړي.

خو عام خلک بیا د دې مسئلې په اړه په دوو برخو ویشل شوي، ځینې یې د ملي یوالي لپاره مهم بولي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې دا پیښې له خلکو پټې نشي پاتې کېدای.


د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دوې د افغانستان ټول تعلیمي نصاب له لومړي ټولګې څخه ان تر دولسم پورې نوي کړي او د تاریخ په مضمون کې یې د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ د بختي، اوستایې، اریایې، باختري او داسې مدنیتونه بیان کړي، چې نړۍ یې روښانه کړي او په ځانګړي توګه په اسیا او ختیځ کې یې پرمختګونو ته لار هواره کړي.

خبریاله، ذکیه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG