د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۹

روسيه: د سوريې په اړه د پرېکړه ليک نه تصويبېدو کې لوېديځ ملامت دى


سوريه
روسیې او چین پرون د ملګروملتونو دامنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې د سوریې حکومت پر ملکي وګړو د برید په خاطر پکې غندل شوی و خو روسیې د دې پرېکړه لیک د نه تصویبېدو ملامتي پر لویدیځو هېوادونو اچولې.

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د ولسمشر بشاراسد د رژیم پرضد د پرېکړه لیک له ویټو کېدو وروسته چین او روسیه د نړیوالې ټولنې له سختوانتقادونو سره مخامخ شول. دواړه هېوادونه د امریکا، برتانیا او فرانسې ترڅنګ د امنیت شورا پنځه دایمي غړي دي چې د ویټو یا د پرېکړه لیکونو د رد حق لري.

د دې پرېکړه لیک هدف چې د امنیت شورا پاتې دیارلسو غړو یې په پلوي رایې ورکړې د عرب لیګ د هغه پلان ملاتړ و چې له ولسمشر بشاراسد څخه له واکه د لېرې کېدو غوښتنه کوي خو په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکين دا انتقادونه رد کړل او د پرېکړه لیک پر لیکوالو یې تور ولګاوه چې د بشاراسد د رژیم او مخالفانو تر مینځ د هرراز پخلاینې چانس له مینځه وړي:

̋د امنیت شورا پرېکړه باید نه وای تصویب شوی ځکه د دې مېز شا ته د ناستو کسانو په ګډون د نړيولې ټولنې ځینې با نفوذه غړي، په سوریه کې د روان حالت له پیله د سیاسي پخلاینې له هرامکان سره مخالفت، او د پارونو د بندولو پرځای یوازې د رژیم د بدلون غوښتنه او واک ته د مخالفینو د رسولو هڅه کوي̋

د راپورونو له مخې په امنیت شورا کې له رایو اخیستو سره په یوه ورځ د سوریې امنیتي ځواکونو پر حمص ښار د توپونو ګولۍ واورولې. د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې له دوو سوو زیات کسان وژل شوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا حملې وغندلې او هغه یې پر حمص ښار د نه منلو وړ تېری وباله. ولسمشر نیکولاسارکوزي وویل چې فرانسه د سوریې بحران ته د حل لارې د موندلو په مقصد له عربي او اروپايي هېوادو سره د تماس د یوې ډلې د جوړولو په اړه مشورې کوي، خو په ملګروملتونو کې د سوریې سفیر بشارجعفري په حمص کې د دوه سوه کسانو د تلفاتو راپورونه رد کړل.

له بلې خوا د ولسمشربشاراسد د رژیم مخالفانو پرون له برتانیا نیولې تر آسترالیا پورې په اوو هېوادونو کې د سوریې پر سفارتخانو حملې وکړې او په قاهره کې یې اور واچاوه. د دې مظاهرو هدف د سوریې د امنیتي ځواکونو له خوا پر حمص ښار د بریدونو غندل و.

د یونان په پلازمېنه اتن کې دیارلس کسان چې غوښتل یې د سوریې پر سفارت برید وکړي ونیول شول او په برلین کې څو تنو اعتراض کوونکو سفارت ته خپله لار پرانیسته او دفترونه یې ور ویجاړ کړل.

په کوېټ کې د سوریې د سفارت امنیتي ګارډان، له اعتراض کوونکو سره له لاس ګرېوان کېدو وروسته ټپیان شول او د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې اعتراض کوونکو د بشاراسد د رژیم د مخالفانو بیرغ د سوریې د سفارت د دروازې پر سر راځوړند کړ.

په تونس کې، چې حکومت یې پر حمص له خونړیو حملو وروسته د سوریې د رژیم په رسمیت پېژندنه پای ته ورسوله هم د اعتراضونو راپور ورکړل شوی دى.
XS
SM
MD
LG