د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

د پوهنې وزارت خپله ۵۳سلنه پراختیايي بودیجه لګولې


په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت وایي، د روان کال په لومړنیو لسو میاشتو کې یې د خپلې پراختیایي بودیجې ۵۳ فیصده لګولې خود مالیې وزارت یې بیا د لګښت دغه فیصدي نه مني.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي د اسنادو له مخې پوهنې وزارت تر اوسه خپله څلوردیرش فیصده پراختیایي بودیجه لګولې ده:

"د سږ کال د سلواغې ترپنځمې نیټې پوهنې وزارت څلوردیرش فیصده بودیجه لګولې ده،دایو واقعي توپیردی،هغوی هغه پروژې هم شمیري چې کار یې نوی شروع شوی وي او یاهم تریوه حده رسیدلی وي،خو مکمل پرداخت نه وي شوی،کومې پیسې چې ورکول شوي دي مونږ سره هماغه اسناد شته."

خو د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري برخې عمومي ریس ضیاالحق صافي یوه اونۍ مخکې ازادي راډیو ته وویل چې سږکال یې ۱۵۳،۹ میلیونه امریکایي ډالره پراختیایي بودیجه لرله چې تراوسه یې درې پنځوس فیصده لګولې ده:

"پوهنې وزارت د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال لپاره ۱۵۳،۹ ملیونه امریکایي ډالره بودیجه لرله،تراوسه پورې یواتیا میلیونه امریکایي ډالر مصرف شوي چې ۵۳ فیصده کیږي.

په دې برخه کې مشکلات موجود دي،فزیکي پیسې نه وي په زیاتو مواردو کې یوازې دکاغذ پرمخ وي،د تدارکاتو اوږده پروسه،د قراردادونواوږده پروسه،د بودیجې په منظوریدو کې ځنډ او تخنیکي ستونزې یا د ظرفیتونو ټیټوالی."

د پوهنې وزارت په ۱۳۹۰ هجري لمریزکال کې پنځه لویې پروژې درلودې چې ټولې یې اوږدمهاله یعنې له یوکال څخه بل ته غځیږي.

اسلامي زده کړې، د نصاب جوړولو زده کړې، تخنیکي او مسلکي زده کړې، د لیک لوست پروګرامونه او د ادارې د اصلاح پروګرام د دغه وزارت له مهمو پروژو څخه دي.

خو د پوهنې وزارت چارواکو دا و نه ویل چې دغو پروژو ته هرکال څومره بودیجه ځآنګړې کوي او سږکال دغه پروژې څنګه پرمخ ځي.

د پوهنې وزارت مالي ریس وایي چې دوی خپله پراختیایي بودیجه د وړتیاوو په لوړولو او اصلاحي پروګرامونو هم لګولې خو کارپوهان بیا د پوهنې وزارت دغه کارونه کافي نه بولي.

افغان کتونکی حبیب الله رفیع وایي چې د پوهنې وزارت د هیواد له پرمختګ سره نیغ په نیغه اړیکه لري او باید خپله ټوله بودیجه ولګوي:

"د پوهنې وزارت مستقیمآ دهیواد له بچیانو سره ارتباط لري،که دوی خپله بودیجه په بشپړه توګه مصرف نه کړي زمونږ ماشومان بې سرنوشته پاتې کیږي.

د پوهنې وزارت چې کوم کارونه کړي دي داپوره او د قناعت وړ نه دي ځکه ډیرې نیګړتیاوې په کې دي،دوی بشپړښوونکي نه لري،زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي رسیدلي،ښونځۍ ودانۍ نه لري نو دغه یې نیګړتیاوې دي."

ښاغلی رفیع وایي چې د یوشمیر نورو وزارتونو په څیر د پوهنې وزارت رهبري هم کمزورې ده اونه شي کولای چې خپله بودیجه په کافي اندازه ولګوي.

له کتونکو سربیره یو شمیر ښوونکي هم د پوهنې له وزارت څخه شکایت کوي.

دوو تنو ښځینه ښوونکو ازادي راډیو ته وویل چې پوهنې وزارت سره له دې چې کافي بودیجه لري خو بیاهم د ښوونکو ستونزو ته پام نه کوي:

"۱ زمانوم فهیمه برکي ده،په اریانالیسه کې ښوونکې یم، زموږ ښوونکي له اقتصادي پلوه ډیر کمزوري دي، که د معنویت له اړخه تیرشو ښوونکي ته څوک هیڅ ارزښت نه ورکوي،ډیرکم معاش لري او هغه هم په خپل وخت نه ورکول کیږي.

۲زمانوم سامعه عزیزنادرده،زمونږ په ټولنه کې دښوونکي په ځانګړې توګه د ښځینه ښونکې ژوند ډیرې ستونزې لري،زه له دې متاثره کیږم چې ښوونکي په ټولنه کې ډیرزیار ګالي خو هغومره اهمیت نه ورکول کیږي."

دغه ښوونکي وایي که چیرې پوهنې وزارت خپله بودیجه په مکمله توګه ونه لګوي په افغانستان کې به د ښونې او روزنې بهیر همداسې کمزوری وي.

د پوهنې وزارت هم په یو شمیر ښونځیو کې یادې ستونزې مني خو وایي چې د هواریدو لپاره ېې وخت ته اړتیا شته.

په یو شمیرښونځیو کې د ودانیو نه شتون د دی لامل شوی چې زده کوونکي په هرموسم کې د خیمو لاندې زده کړي وکړي.

دغه ډله زده کوونکي په اوړي کې له ګرمۍ او په سړو ورځو کې له یخنۍ څخه رنځ وړي او نه شي کولای په ښه توګه زده کړې وکړي.

خو د پوهنې وزارت وایي د روان کال ترپایه به د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۵۴۰ ساختماني پروژې بشپړې کړي.

دا راپور په غږ کې هم اوریدلای شﺉ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00
مستقیم لېنک


راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG