د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۸

ښکیلې خواوې د م.م د سپارښتونو په وړاندې څه ډول غبرګون ښيي؟


افغان او بهرني ځواکونه وایې، چې دوې هغه ټول موارد په پام کې ساتي، چې د ملګرو ملتونو په رپورټ کې یې د عامه خلکو د خوندي کولو لپاره سپارښتنه شوې.

د ملګرو ملتونو په دې کلنې رپورټ کې، چې د شنبې په ورځ خپور شو، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې اته سلنه زیاتوالې ښودل شوې، څوارلس سلنه یې افغان او بهرنیو ځواکونو ته منسوب شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت او ناټو ځواکونو دوې ته منسوب شوې مرګ ژوبله کمه بللې، خو ټینګار یې کړې، چې هڅه کوي، د مرګ ژوبلې دا کچه سفر ته ورسوي.

د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې افغان ځواکونه د جګړې په مهال د عامو خلکو د خوندي کولو لپاره منظم پروګرمونه لري:


"د عملیاتو په وخت کې مشخص پروګرامونه لرو چې ترڅو ملکي تلفات پیښ نه شي هماغه مهال سپین ږیرو سره خبرې کوي د محلي ارګانونو سره خبرې کوي او کوښښ کوي چې ملکي تلفات پیښ نه شي او د ښوونې روزنې په برخه کې پوره او ځانګړي پروګرامونه لرو."

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د پیښو د څیړنې، د زیانونو د جبیره کولو او حساب ورکونې لپاره د ایساف په څیر د یوې منظمې کاري ډلې د جوړولو سپارښتنه هم شوې.

افغان حکومت ته په یوه بله سپارښتنه کې ویل شوي، چې ټول امنیتي ځواکونه دې د بشر د حقوقو له نړېوالو قوانینو سره اشنا کړای شي او دا مسئله دې د دوې د روزنې حتمې برخه وګرځولې شي.

نړېوالو ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې د خپلو ټولو پوځي عملیاتو او په ځانګړې ډول د هوایې حملو لپاره په خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي او د شپې د عملیاتو مشري دې افغان ځواکونو ته وسپاري.

که څه هم ایساف ځواکونو دوې ته د راجع شوېو سپارښتنو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د ملګرو ملتونو د رپورټ ، چې په کې دوې ته منسوب شوې مرګ ژوبله کې کمښت ښودل شوې هرکلۍ کړې.

تر دې مخکې د ایساف ویاند جنرال کرسټن جاکوبسن ویلي وو، چې همدا اوس هم د زیاتره هغو عملیاتو مشري، چې د شپې له خوا کیږي افغان ځواکونه کوي:

"د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړیدل او د ایساف ځواکونو له ملاتړ پرته د دوي په پښو دریدل د شپې د عملیاتو لپاره یوه ښه کیلي ده.

دغه عملیات به په افغان امنیتي اورګانونو پورې منحصر کیږي او موږ به د هر ډول عملیاتو د افغاني کیدو هڅو ته دوام ورکړو."

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د شپې د عملیاتو د افغاني کولو سپارښتنه په داسې حال کې شوې، چې دغو عملیاتو د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ځینې اختلافات زیږولي.

افغان حکومت د هغې بندیدل غواړي، خو بهرني ځواکونه بیا دا عملیات موثره بولي او پر دوام یی ټینګار کوي.

د ملګرو ملتونو پدې رپورټ کې وسله وال مخالفین د عامه خلکو د اوه اویا سلنې مرګ ژوبلې لپاره مسؤل بلل شوي او له دوی غوښتل شوي، چې د ماینونو او چاودیدونکو موادو کارول باید بند کړي.

خو وسله والو مخالفینو ددې رپورټ او د شویو سپارښتنو په اړه کوم غبرګون ندې څرګند کړې، خو تر دې مخکې یی داسې رپورټونه، چې دوی پکې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسؤل بلل شوي وو رد کړي.
XS
SM
MD
LG