د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

په کندهار کې موټر بم چاودنې ٧ تنه ووژل


په کندهار کې د موټر بم یوې چاودنې ۲۶ کسان مړه او ټپیان کړه، د کندهار ښار امنېي قومندانۍ ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر موټر په بمي چاودنه کې ۷ کسان مړه او ۱۹ نور زخمیان شوه .

د کندهار د رسنیو د دفتر مسوول احمدجاوید فیصل ازادۍ ردایو ته وویل، چې پیښه دقیقا دولس نيمي رامنځته شوې.

د فیصل په وینا چاودنه د موټر بم په وسیله شوې چې د لېرې نه کنټرول کېده، د نوموړي په خبره په پیښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۹ نور زخمیان دي چې په وژل شوو کې پنځه پولیس دوه ملکیان او په ټپیانو کې ۱۳ ملکیان او پاتې نور پولیس دي:

"د ننني چاودنی ۷ شهیدان لرو، چی پنځه یې پولیس او درې يي ملکیان دي ۱۹ نور زخمیان لرو چې هغه هم ۱۳ ملکیان او اووه تنه زموږ ملي پولیس دي."

عبدالمنان چې په یاد شوي چاودنه کې زخمي شوې ازادۍ رادیو ته یې د پیښې په اړه داسې کیسه وکړه:

"ما موټر کې تیل واچول، چې را روان شوم، دغه وخت چاودنه وشوه بیا ټکان شو، زه په ځان نه یم پوهیدلی چې د موټر څخه څنګه ولویدم ما نور خلک ولیدل چې پراته وو"

په کندهار کې تر دو اونیو نسبي ارامي وروسته دا لومړې چاودنه ده، چې پراخه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي.

له دې څخه مخکې د ښار جنوب ختیځ ته د پنجوایي ولسوالۍ پر ولسوال حاجي فضل الدین اغا ځان وژونکي حمله شوې، چې د ده په ګډون یې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي وو.

د نننې چاودنې په اړه تر اوسه کومې ډلې تبصره نه ده کړې.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG