خبرونه
امريکا په عربي نړۍ کې د ډيموکراسۍ د پراختيا غوښتنه وکړه
هیلری کلنتن چې د میونیخ په اته څلویښتم امنیتي کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې باید اروپا او امریکا دواړه یو له بل سره د سوریې په شمول چې د کلنتن په وینا جمهور ریس بشار الاسد په کې پر خلکو ظلم کوي، له مستبدو هېوادو سره مبارزه وکړي.
د مېرمن کلنټن دا څرګندونې ظاهراً د متحدو ایالاتو د ادارې د هغو هڅو یوه برخه بلل کیږي چې غواړي د امریکا د بودیجې د کسر ، له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو د ویستلو سره سره د اسیا پر سیمه ډیر ټینګار کوي او له اروپا سره خپلو اړیکو ته نوې ساه ورکوي .
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد شوې دي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د سلګونو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.
دې وزارت نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په تیرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له بیلابیلو زندانونو آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستانه شوې دي. د دې وزارت په خبره دغه افغانان د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او بندیان شوي وچې ۲۹۶ یې د تورخم او ۷۷ تنه یې د سپین بولدک له لارو هیوادته ستانه شوي دي. د دې وزارت په خبره له دوی سره لازمې بشري مرستې شوي او خپلو اصلي مینو ته استول شوي دي. که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.
د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي هوکړې سره، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې
وروسته له هغې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمزتنګي د احتمالي پرانستلو په اړه د تهران او واشنګټن ترمینځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه راپورونه خپاره شول، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې را ولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا پنځه سلنه راولویدې او د برینټ د یوه بیرل بیه څه باندې ۹۸ ډالرو اود انټرمیډییټ څه باندې ۹۱ ډالرو ته ورسیده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ وویل چې امکان شته یوه هوکړه "نن دوشنبې" اعلان شي خو له دې مخکې ولسمشرټرمپ ویلي وو چې مذاکرات په "منظم او رغنده ډول" روان دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکایي مذاکره کوونکو ته سپارښتنه شوې چې "بېړه ونه کړي."
بقایي: تهران په ډیرو مسایلو کې له واشنګټن سره تفاهم ته رسیدلی خو هوکړه نژدې نده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو د یوې هوکړې په اړه په ډېرو مسایلو کې تفاهم ته رسېدلي دي، خو محتاطانه خبرداری یې ورکړچې موافقه نژدې نه ده.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: "دا سمه ده چې ووایو موږ د هغو ډېرو مسایلو په اړه پایلې ته رسېدلي یو چې تر بحث لاندې وو."
خو هغه زیاته کړه: "خو دا چې ووایو د هوکړې لاسلیک نژدې دی، هېڅوک دا ادعا نه شي کولای."
هغه پر واشنګټن تور ولګاوه چې خپل دریځونه بدلوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مرکچیانو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه ټرافیکي پیښه کې لږترلږه اولس کسان مړه شوې دي
په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوشنبې په ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یومسافروړونکی بس له سوات ولسوالۍ څخه پېښور ته روان وو چې تخنیکي ستونزه یې پیدا کړه او د سړک پرغاړه ودرېد. د چارواکو په خبره سپرلۍ له بس څخه ښکته شوې او د هغه ترڅنګ ولاړې وې چې یو وان موټر چې کنټرول یې له لاسه ورکړی و، پر خلکو او ولاړ بس ورغی.
د ژغورنې د چارو یوه چارواکي بلال احمد فیضي فرانسپرس ته ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او له ۱۰ څخه ډېر ټپیان دي او زیاته یې کړه چې د ټپیانو له ډلې درې کسان په نازک حالت کې دي. ویل شوي چې ډېری مسافر د اخترلپاره خپلو کورونو ته روان وو.
په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو کچه لوړه ده، چې لاملونه یې د ټرافیکي قوانینو کمزوری پلي کېدل، چټک موټر چلول، د سړکونو د خوندیتوب کمزوري معیارونه او د چلونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو له امله په یوشمیرولایتونو کې له سل زرو زیات کسان بې ځایه شوي دي
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو راهیسې، د خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه له سل زرو زیات کسان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ نښتو بنسټیزو خدماتو ته د خلکو د لاسرسي پر وضعیت هم اغېز کړی دی.
له جګړو او نښتو اغیزمن شویو یوشمیر افغانانوهم له رادیو ازادي سره په خبرو کې د دغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د «غضب الحق» پوځي عملیات به په افغانستان کې په «پوره قاطعیت» سره دوام وکړي. د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د پاکستان بریدونو ته به متقابل ځواب ورکړي.
روبیو "امکان شته چې د دوشنبې په ورځ له ایران سره یوه هوکړه وشي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د دې امکان شته چې له ایران سره یوه هوکړه د دوشنبې په ورځ وشي.
روبیو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له نوي ډیلي څخه د کتنې په پای کې خبریالانو ته وکړې او زیاته یې کړه:" موږ فکر کاوه چې ښايي تېره شپه کوم خبر ولرو، ښايي نن یې ولرو، خو زه له دې زیات څه نشم ویلی."
تردې مخکې روبیو ویلي و چې ښایي یوه هوکړه د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي.
د روبیو په خبره متحده ایالات به له ایران سره یوه ښه هوکړه ترلاسه کړي یا به " له بلې لارې" له دې هیواد سره چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې امریکا مخکې له دې چې پر" نورو انتخابونو" غوروکړي، ډیپلوماسۍ ته هرفرصت ورکوي چې بریالۍ شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو یوې هوکړې ته د رسیدو په اړه هیلې راکمې کړې. هغه د یکشنبې په ورځ وویل چې خپلو مذاکره کوونکو ته یې ویلي دي چې "بېړه مه کوئ."
په کابل کې وسله والو بریدګرو څلور کسان وژلي دي
په کابل ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په شمول څلور کسان په یوه وسله وال برید کې وژل شوي.
په کابل د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د یکشنبې په ماسپيښین شهزاده سرای ته نږدې د زرګرانو په بازار کې شوې.
په وژل شویو کې د الله ګل مجاهد زوی احسان الله، د هغه یو ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو عام سړی وژل شوي.
د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دوی پلټنې پیل کړي او سمدستي یې د الله ګل مجاهد د یوه وراره په شمول دوه کسان د دې پېښې په تړاو نیولي.
الله ګل مجاهد د پخوانۍ ولسي جرګې غړی له لانجمنو څېرو څخه دی چې د طالبانو په بیا واکمنېدو نیول شوی وو.
دی تر څه وخت وروسته خوشې او له افغانستانه ووت.
خو په بیا راتلو سره د ۱۴۰۲ کال په سرطان/چنګاښ کې ونیول نیول شو او د طالبانو یوې محکمې د طالبانو د استخباراتو د یوه غړي د وژنې په تور په اتلس کاله بند محکوم کړ.
طالبانو په بلوچستان کې په اورګاډي برید غندلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ ملکیان مړه او ټپیان شوي غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
د بلوچستان په کوټه کې په یوه اورګاډي بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان کړل.
په دغه اورګاډي کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنۍ غړي ناست وو.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا بمي برید غندلی او بزدلانه یې بللی دی.
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه
د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې په کویټه کې د خونړۍ بم چاودنې مسولیت ومانه.
چارواکو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۴ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا اویا نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
د رویترز د راپور له مخې درې پوځې او ملکي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه بم چاودنه نن یکشنبې په هغه ریلګاډي کې شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي پکې سپاره وو. د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لیبریشن آرمي یا بي ایل اې په یوه بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او هغه یې یوځانمرګی برید بللی دی.
د پاکستان د ریلګاډو وزارت په یوه بیان کې وویل، چاودنه په کویټه کې د هغه د مسافروړونکي ریلګاډي پټلۍ ته نژدې شوې چې د کویټې د کانټونمنټ له سیمې څخه یې مسافر لیږدول. دغه ریلګاډی وروسته د جعفرایکسپرس په نوم له اوږده واټن ریلګاډي سره نښلیده. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې چاودنې د ریلګاډي انجن او درې واګونونه له پټلۍ اړولي او دوه واګونونه یې چپه کړي دي. یوه امنیتي چارواکي ویلي چې پرچاودیدونکو توکو ډک موټر د ریلګاډي له یوه واګن سره د هستوګنې په یوه سیمه کې ټکړ کړی و او زیاته یې کړې یې ده چې په وژل شویو کې د سیمې اوسیدونکي هم شامل دي.
پرکییف د روسیې پراخ بریدونه
پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوې دي.
چارواکو دا ترټولو پراخ بریدونه بللي چې په خبره یې روسیې د سلګونو ډرونونو ترڅنګ له نویو هایپرسونیک توغندویو څخه پکې کاراخیستی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغو بریدونو کې کې له ۴۴ ډیرکسان ټپیان شوې دي.
نن یکشنبې د اور وژنې کارکونکو هڅه کوله چې د پلازمېنې په ډېرو برخو کې په ودانیو کې لګیدلې اورونه مړه کړي او ژغورونکي هم د نړیدلو اپارتمانونو او ودانیو له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې وو. چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمیرزیات شي.