د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

افغان چارواکي د ناټو وروستي اعلان ته اندېښنه لري


د ناټو تړون غونډه
د ناټو تړون غونډه
افغان چارواکو د ناټو د دفاع وزیرانو د دې پرېکړې په اړه چې وايي نړیوال ځواکونه به د محاربوي عملیاتو مشري له ټاکلې نېټې مخکې افغان ځواکونو ته وسپاري اندېښنه ښودلې ده.

د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو پرون په بروکسل کې په خپله غونډه کې هیله څرګنده کړه چې افغان ځواکونه به د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي په افغانستان کې د ټولو پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

دا دقیقاُ همغه خبره وه چې د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا د چارشنبې په ورځ کړې وه او په امریکا کې دننه او بهر یې ډېر عکس العملونه وپارول. ښاغلي پنېتا بروکسل ته له روانېدو مخکې ویلي و چې، په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۳ کال له نیمايي وروسته د محاربوي عملیاتو مشري افغانانو ته وسپاري او دوی به د همکارۍ او مشورې ونډه ترسره کوي.

د پنجشنبې په ورځ که څه هم د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولانډ، د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې، پخپله پنېتا او د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن هڅه وکړه چې د ښاغلي پنېتا څرګندونو ته بله بڼه ورکړي، خو له پرونۍ غونډې وروسته روښانه شوه چې پرېکړه تقریباً همغه ده چې د امریکا دفاع وزیر ویلي و.

پرون د غونډې په لومړۍ ورځ پنېتا د خپلو څرګندونو د اصلاح هڅه وکړه او ویې ویل چې افغان ځواکونه باید په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي عملیاتو د مشرۍ منلو ته چمتو وي خو زیاته یې کړه چې د وروستي پلان په اړه وروستۍ پرېکړه به د روان کال په مې میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې وشي. پنېتا وویل، موږ باید محاربې ته چمتو واوسو، حتی که مسوولیت افغانانو ته سپارل شوی هم وي، د اړتیا په صورت کې باید جګړې ته چمتو واوسو.

د ناټو دفاع وزیرانو په عین حال کې پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د دوی په پلان کې بدلون نه دی راغلی او د امنیتي چارو مسوولیتونه به هسې چې مخکې توافق شوی و، د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانانو ته وسپارل شي او ترهغه وخته به نړیوال ځواکونه په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي. خو له غونډې وروسته هغه مهال چې د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن څرګندونې وکړې معلومه شوه چې په دې اړه ابهام لا پرځای پاتې دی:

د مسوولیت سپارلو بهیر موږ تېرکال پیل کړ. دا بهیر به د ۲۰۱۴ کال ترپایه دوام وکړي او موږ هیله لرو چې افغان ځواکونه به، لکه څنګه چې په لزبن کې مو موافقه وکړه، د ۲۰۱۴ کال ترپایه په ټول هېواد کې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي̋

ښاغلي رسموسېن په همدې غونډه کې خپلې څرګندونې رد کړې او بله خبره یې وکړه:

̋د دې لپاره چې د انتقال بهیر په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي نو طبعاً افغانانو ته د مسوولیتونو او مشرتابه سپارل باید څه وخت مخکې پیل کړو، خو دا چې دقیقاً څه وخت، په دې لا موږ نه پوهېږو̋

په دې اړه نیویارک ټایمزورځپاڼه لیکي چې د بروکسل په غونډه کې د امریکا د دفاع د وزیر لېون پنېتا د څرګندونو په اړه کافي ابهام و.

افغان ځواکونو ته له ټاکلې نېټې مخکې د محاربوي عملیاتو د احتمالي سپارلو د پرېکړې په اړه افغان چارواکو سخته اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې، که څه هم د پوځي عملیاتو په برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه ډاډ څرګند کړ خو له نړیوالې ټولنې څخه یې د خپلو ژمنو د ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د افغانستان دفاع وزیر به د بروکسل په غونډه کې د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې د حکومت اندېښنې د ناټو د غړو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره شریکې کړي.

د ناټو عمومي منشي په خپلو پرونیو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د انتقال د بهیر پای ته رسېدل په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ختم په معنا نه دي او د ناټو غړي به افغانستان یوازې پرې نه ږدي.
XS
SM
MD
LG