د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

د سولې عالي شورا غړى لا هم د وسلوالو په بند کې دى


د کونړ والي سېد فضل الله وحېدي وايي د یوې اوونۍ په پوره کېدو بیا هم دسولې شورا غړی مولوي شفیع الله د وسله والو کسانو سره بندي دی او تر اوسه د دوى هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د کونړ والي سېد فضل الله وحيدي په یوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل چې له تېرې جمعې څخه د سولې شورا غړی مولوي شفیع الله شفیع د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له خوا نیول شوی او دوى له بېلابېلو لارو څخه هڅې پیل کړي چې مولوي شفیع له طالبانو څخه راخلاص کړي:

̋موږ له خپل لوري په مختلفو کارونو لاس پورې کړی دی، چې زموږ امنیتي ارګانونه هم په دې اړه کار کوي .قومي مشران او د سولې د کمېټې ځينې غړي چې په هغه سیمه کې دي او نفوذ لري هغوى هم په جریان کې دي̋

د کونړوالي وايي د مولوي شفیع الله د را خوشې کولو لپاره چې دوى او قومي مشرانو کوم کوښښونه پیل کړي تر اوسه يې کومه نتیجه نه ده ورکړې، خو ويل کېږي چې چا مولوي شفیع الله نیولی د هغه قومندان کوم ورور له دولت سره بندي دی او دهغه د خلاصون غوښتنه يې کړې خو والي وايي دوى ته په رسمي بڼه داسي کومه غوښتنه نه ده راغلې:

̋د یو راپور له مخې داسې ویل کېږي چې کوم قومندان دی او ورور يې بندي دی او دا يې وړی دی او د هغه د خلاصېدو غوښتنه يې کړې ده. دا غوښتنه شوې خو رسمي غوښتنه نه ده او موږ په دې کې تحقیق کوو̋

مولوي شفیع الله د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ د ارنس د کلي اوسېدونکی دی چې د سولې عالې شورا کې د تماس او دعوت د کمېټې مرستیال دی او دوې اوونې وړاندې کونړ ته ددې لپاره راغلی و،چې وسله والو طالبانو سره اړیکې ونیسي او هغوى ته د سولې په پروسه کې دداخلېدو بلنه ورکړې، خو کله چې د بلنې لپاره د اسمار ولسوالۍ د ډپ خوړ سیمې ته ورسېده نو کومو وسله والو کسانو چې ورسره ژمنه کړې وه، چې د سولې پروګرام سره یوځاى کېږي، د هغوى له خوا ونیول شو او تراوسه ورسره بندي دى.

تر دې دمه وسله والو طالبانو او نورو جنګیالیو د مولوي شفیع الله د نیونې مسوولیت نه دى منلى.
XS
SM
MD
LG