د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

په مصر کې د مظاهرو نوې لړۍ پيل شوې


د مصر په مرکز قاهره کې پولیسو پرون ماښام پرهغو مظاهره چیانو چې د کورنیو چارو وزارت پر لور یې مارش کاوه اوښکې بهوونکی ګاز وشینده.

عیني شاهدان وايي، زرګونه مظاهره چیان په داسې حال کې چې د مصر د حاکمې پوځي شورا پرضد یې شعارونه ورکول، د قاهرې واټونو ته راووتل، پولیسو د هغو د مخنیوي لپاره واټونه بند کړل او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه څخه یې کار واخیست. معلومه نه ده چې په دې ترڅ کې به چاته زیان اوښتی وي کنه.

د چارشنبې په ورځ د بورت سعید ښار د فوټبال په یوه لوبغالي کې د دوو ټیمونو د پلویانو ترمینځ په نښتو کې څلوراویا کسان ووژل شول.

له پېښې وروسته د بورت سعید والي استعفا وکړه او د پولیسو دوه تنه جګپوړي چارواکي له دندې ګوښه او ونیول شول. صدراعظم کمال ال ګنزوري د پارلمان په بېړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د مصر د فوټبال د فدراسیون مشر له دندې ګوښه شوی، د مشرتابه ډله یې منحل شوه او د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي:

“لومړۍ فیصله د بورت سعید د والي د استعفا منل و. دوهمه د بورت سعید د پولیسو د قوماندان او د تحقیقاتو د څانګې د مشر ګوښه کول او تحقیقاتو ته د هغوی کېنول و او دریمه دا چې موږ به له نن ورځې وروسته د فوټبال د فدراسیون مشر او مشرتابه ډله ګوښه کړو او تحقیقات به ترې پیل کړو”

عیني شاهدان وايي چې د پرونۍ پېښې پرمهال پولیس په سټوډیوم کې حاضر وو، خو د تاوتریخوالي مخنیوی یې ونشو کړای. د مصر د پوځي عالي شورا مشر مارشال حسین طنطاوي د دې پېښې په اړه د هراړخیزو تحقیقاتو امړ کړی:

“ما امر وکړ چې په دې اړه سمدستي تحقیقات وشي. لوی څارنوال اوس د دې خواشینوونکي حالت په اړه چې د مصر خلک یې غمجن کړل، تحقیق کوي”

د مصر پارلمان پرون د کورنیوچارو د وزیر د لېرې کولو غوښتنه وکړه او حاکمې پوځي شورا درې ورځنی ماتم اعلان کړ.

په بورت سعید کې د چارشنبې ورځې پېښه نه یوازې په مصر کې، بلکې په ګواتیمالا کې د ۱۹۹۶ کال له پېښې وروسته چې څلوراتیا کسان پکې ووژل شول په نړۍ کې هم د فوټبال په لوبو کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

په دې لوبه کې چې دالمصري په نوم د بورت سعید او د الاهلي په نوم د قاهرې د لوبډلو ترمینځ روانه وه تشدد هغه مهال پیل شو چې الاهلي ټیم لوبه وبایلله او د لوبغالي حاضرینو د دې ټیم پر پلویانو مرګونې حملې وکړې.
XS
SM
MD
LG