د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

ناټو راتلونکی کال په افغانستان کې عملیات پای ته رسوي


د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې له امریکا او فرانسې سره خپل دریځ د پنجشنبې په ورځ یو کړ او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې د راتلونکي میلادي کال له نیمایي وروسته دې په افغانستان کې د ټولو پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي.

دوه کاله مخکې د ناټو د مشرانو په غونډه کې په لیزبن کې پریکړه شوې وه چې افغان ځواکونو ته به د امنیتي چارو مسوولیت د دوه زره څوارلسم کال تر پایه وسپارل شي.

تر اوسه دا خبره کیده چې بهرني ځواکونه به د دوه زره څوارلسم کال تر پایه د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري خو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل، افغانستان ته د عملیاتو له پلوه ناټو لومړیتوب ورکوي او ناټو په دې جګړې کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

راسموسن زیاته کړه، افغان ځواکونو ته چې له تیرکاله د امنیتي چارو د ورسپارلو کوم بهیر پیل شوی دی د راتلونکي کال تر نیمایي به دوام وکړي څو افغان پوځ او پولیس تدریجي امنیتي چارې په غاړه واخلي او زموږ د پوځیانو ماموریت به هم ورو ورو د ملاتړ بڼه خپله کړي. د ناټو د عمومي منشي په وینا دا بهیر به د دوه زره څوارلسم کال تر پایه یو مخ بشپړ شي. البته د راسموسن په وینا ناټو له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو پر مسالې کار روان کړی دی.

راسموسن بیا وویل، د امنیتي مسوولیتونو له سپارلو وروسته به افغانستان یوازې نه پریږدو او موږ دا ژمنه کړې ده چې د امنیتي چارو د انتقال تر وخته او له هغه وروسته به له افغانانو سره مرسته کوو.

له اجنډا سره سم د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې د خپلې دوې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د انتقال مساله څیړي، د سختیو په وخت د غښتلي پوځي امکاناتو پر مسالې بحث کوي او په مې کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه خبرې کوي، خو د فرانس پریس اژانس په وینا له افغانستانه به د بهرنیو پوځیانو د وار له مخه وتلو مسئله او د ناټو دا رپوټ چې د پاکستان د استخباراتو اداره له طالبانو سره مستقیما مرستې کوي د غونډې پر اجنډا سیوری وغوړوي.
XS
SM
MD
LG