د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

ماليزيا: د کښتۍ په ډوبېدو کې افغانان، پاکستانيان او عراقيان مړه شوي


د مالیزیا پولیس وايي اته تنه مهاجر هغه مهال د دې هېواد په جنوب کې په سمندر کې ډوب شول کله چې يې کښتۍ د توپاني څپو له امله ماته شوه.

د مالیزیا د سمندري پولیسو یوه افسر این کلای چیلون اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي، له دې پېښې څخه اتلس تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

راپورونه وايي په کښتۍ کې چې د چهارشنبې په سهار ډوبه شوه افغانان، پاکستاني او عراقي اتباع چې غوښتل يې د انډونيزیا د اوبو له لارې استرالیا ته ورسېږي، سپاره وو.

پولیس وايي اته مړي يې له اوبو څخه راویستلي دي چې یو په کې افغان او څلور يې پاکستانیان دي.

دغه راز په ژغورل شويو کې هم ۱۳ تنه افغانان او پنځه عراقیان دي او په دې اړه تحقیقات کېږي چې څومره کسان په دې پېښه کې لادرکه دي.

اسوشیتيډ پریس اژانس وايي، اکثره کسان د مالیزیا او بیا د انډونيزیا د اوبو له لارې د قاچاق وړونکو په مرسته استرالیا ته د وتلو هڅه کوي.

۲۲ کلن افغان چې سعید نومېږي او په پیښه کې ژوندی پاتې دی خبري رسنیو ته ویلي کښتۍ وړه وه خو دوى ته ډاډ ورکړل شوى و چې خوندي ده.

نوموړي ویلي په لومړنیو دوو ساعتونو کې کښتۍ سمه روانه وه خو وروسته بیا د لوړو څپو له امله په کښتۍ کې اوبه ننوتې، کښتۍ چلوونکي ماشین بند کړ او بیا ناڅاپه کښتۍ په ډوبېدو شوه او موږ ټولو اوبو ته ودانګل.

دا لومړى ځل نه دی بلکې په روان میلادي کال کې څو ځله ګڼ شمېر افغانان او د سیمې د نورو هېوادونو اتباع چې غوښتل يې د قاچاق وړونکو په واسطه استرالیا یا نورو اروپايي هېوادونو ته ووځي، په سمندر کې د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وروستي تخمین له مخې یوازې په تیر یوه میلادي کال کې دېرش زرو افغانانو په بهرنۍ نړۍ کې د پناه غوښتلو هڅه کړې ده.
XS
SM
MD
LG