د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

احمدي نژاد د لوړو اهدافو یوه دولتي بودیجه اعلان کړه


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د چارشنبې په ورځ د لوړو اهدافو یوه دولتي بودیجه اعلان کړه.

خو منتقدین وايي، په دې بودیجه کې هغه اقتصادي فشارونه په پام کې نه دي نیول شوي چې پر ایران د نړېوالو بندیزونو له کبله راغلي دي.

محمود احمدي نژاد د خپل هېواد پارلمان ته وویل، د ۴۱۵ میلیارده ډالرو د بودیجې دا مسوده د مالیاتو د عوایدو د زیاتیدو پر بنسټ پلان شوې ده او په کې دفاعي لګښتونه دوه چنده په پام کې نیول شوي دي.

احمدي نژاد پرته له دې چې نور تفصیلات ورکړي وویل، دا بودیجه د نفتو پر عایداتو د ایران د اتکا د کمولو لپاره په پام کې نیول شوې ده:

"په بودیجه کې مالي او بودیجه يي جدي نظم او انظباط ته او همدارنګه د درامد نفتي او غیرې نفتي سرچېنو ته پام شوی دی او په کې پر نفتي سرچېنو د دولت اتکا کمه شوې ده."

خو د ایران د پارلمان یو شمېر غړو انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې په دې بودیجه کې د ایران د نفتو پر صادراتو د نړېوالو بندیزونو اغیزې په پام کې نه دي نیول شوي.

د ایران د بودیجې په سلو کې تر پنځوسو زیاته برخه معمولا د نفتو پر صادراتو ولاړه وه.
XS
SM
MD
LG