د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

پټي: د نشه یي توکو پرضد مبارزې ته دوام ورکوو


په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلیم پیټي.
په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلیم پیټي.
سره له دې چې سږکال په افغانستان کې د مخدرو موادو په کرکیله کې زیاتوالی راغلی خوپه کابل کې د بریتانیې سفیر ټینګارکوي چې دوی به د نشه یې توکیوپرضد په جدی توګه مبارزه وکړي.

په کابل کې د بریتانیې سفیرویلیم پټي د چهارشنبې په ورځ د مخدروموادوپرضد دمبارزې په عدلي اوقضایی مرکزکې خبریالانوته وویل چې مخدره مواد د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته سترګواښ دی اوباید چې د دې پدیدې پرضد مبارزه چټکه شي.

ښاغلي پټي څرګنده کړه چې د افغانستان اوبریتانیې ترمنځ د ستراتیژیکواړیکوپه سند کې هم له نشه یې توکیوسره پرمبارزې ټینګارشوی او دوی به په دې برخه کې خپلوهڅوته دوام ورکړي:

"زه کولای شم تاسو ته ووایم چې د دواړو هیوادونوترمنځ د ستراتیژیکوهمکاریود سند یوه برخه هم له مخدرو موادو سره دمبارزې په برخه کې ده چې باید کوکنارپه دې هیواد کې له مینځه ولاړشي او قاچاق کوونکي مجازات شي.

له دې مرکزڅخه زما د لیدنې هدف هم دا دی ترڅو د مخدروموادو پرضد دمبارزې په برخه کې د بریتانیې اوږدمهاله مرستې اوژمنې اعلان کړم".

په کابل کې د بریتانیې سفیردا ژمنه په داسې حال کې کوي چې د ملګروملتونود یوه راپورله مخې په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۰۱۰ میلادي په پرتله په افغانستان کې د کوکناروپه کرکیله کې په سلوکې اوه زیاتوالی راغلی دی.

د دې ترڅنګ داسې انتقادونه هم شته چې یوشمیرافغان دولتي چارواکي د مخدرو موادو په کرتولید اوقاچاق کې لاس لري او د نشه یې توکیوپرضد دمبارزې عدلي اوقضایی مرکزهم نه دی توانیدلی لکه څنګه چې لازمه ده د نشه یې توکیوقاچاق کوونکوته سزا ورکړي.

خو دمخدروموادو پرضد د مبارزې د عدلي اوقضایی مرکزد لومړنۍ محکمې رییس محمد زمان سنګري وایی چې دوی په تیرلمریزکال کې د نشه یې توکیو د قاچاق په تړاو یوشمیرلوړپوړي حکومتي چارواکي او څوتنه پخواني قوماندانان هم محاکمه کړل او له دې وروسته به هم په دې برخه کې جدي عمل وکړي:

"زمونږ اجرآت متوازن عدالت ته په پام سره کیږي،ترکومه حده چې محاکماتي برخې پورې اړه لري هیڅ ډول نفوذ د چاه نشته که د چارواکووي اوکه نور.

زمونږ ډاډ دا دی چې مونږ خپل کارونه په شفافیت ترسره کوو".

د کورنیو چارو وزارت وایی چې په وروستیوکې کلونوکې کابو درې زره اته سوه تنه دنشه یې توکیود قاچاق په تور نیول شوي او د قوس یا لیندۍ په میاشت کې د حاجې عیسی په نوم یوتن د لس ټنه مخدرو موادو د قاچاق په تورهم په نیمروز ولایت کې له خپلو لسو تنو ملګروسره ونیول شو.

د افغانستان ولسمشرحامدکرزي هم څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د نشه یې توکیو مافیایی ډلې ونیسي او د قانون منګلوته یې وسپاري.

د ملګروملتونود یوه راپورله مخې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د نشه یې توکیوبیه په افغانستان کې زیاته شوې چې له دې لارې لسګونه ملیونه ډالر هرکال وسلوالومخالفانوته هم په لاس ورځي.
XS
SM
MD
LG