د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

د افغانستان د ثبات پر وړاندې ګواښ د پاکستان پر ضد د ګواښ په معنی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، کابل ته د سولې، هیلې او ښه نیت له پیغام سره راغلې ده.

اغلې کهر د هغو ادعاو د ردولو هڅه وکړه، چې کواکې پاکستان له وسلوالو مخالفینو نه د ملاتړ له لارې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او ویې ویل، هیواد یې په افغانستان هیڅ ډول پټه اجنډا نه لري.

نوموړې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره مهم وباله او په دې اړه یې د خپل هیواد د مرستې ډاډ ورکړ:

″دا باید څرګنده شي، چې د سیمې د ثبات لاره له کابله تېره شوې، تر هغو چې موږ د افغانستان په سوله او ثبات کې برخه ولرو، نه شو ویلای، چې په پاکستان کې د سولې او پرمختګ ته د رسېدو په هڅه کې جدي یو.

د افغانستان د یو والي او ځمکني بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ په خپله د پاکستان پرضد د ګواښ په معنی دی.″

کهر وویل غواړي کابل او نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې د افغانانو په مشرۍ وي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل، که افغان دولت وغواړي، چې له پاکستان سره د سولې د ګډ کمیسیون کار بیرته پیل کړي، نو د پاکستان حکومت په دې اړه څه ستونزه نه لري.

له نوموړې سره له کتنې وروسته په دې کډ خبري کنفرانس کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ په عملي او صادقانه همکاریو ټینګار وکړ.

″یوه دوامداره سوله او ثبات، نه په افغانستان کې او نه هم پاکستان او سیمه کې راتلای شي، تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه جدي، ریښتینې او عملي همکاري رامنځ ته نه شي.

د همدې لپاره موږ نن هم خبرې لرلې او په راتلونکي کې به هم په دې اړه خبرې ولرو، تر څو زموږ همکاري دومره ریښتنې او عملي و اوسو، چې وکولای شو په ګډه په هغو ستونزو برلاسي شو چې په مخ کې یې لري، یوازې امنیتي نه بلکې په اقتصادي او سیمه یېزو ستونزو هم.″

ښاغلي رسول د همداسې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره به د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ خبرې دوام وکړي:

ښاغلي زلمي رسول وویل چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې جمهور رئیس حامد کرزی پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له جمهور رئیس حامد کرزي سره هم وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر سره
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر سره
نوموړي په داسې حال کې کابل ته سفر وکړ، چې کابل او اسلام اباد دواړه په هغو اړیکو کې ځانونه ځنډې ته بولي، چې د سولې لپاره امریکايي چارواکو له طالبانو سره نیولې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په کابل کې له یو شمېر هغو مخالفو سیاسي څیرو سره هم وکتل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه اندیښمن دي.

د پاکستان د سفارت یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړې له ښاغلي یونس قانوني، محمد محقق او د جنرال دوستم له نږدې سلاکار فیض الله ذکي سره هم په افغانستان کې د سولې په موضوع وغږیدله.

کابل ته د اغلې کهر سفر یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې د امریکا او ناټو یو شمیر هغه پټ اسناد خپاره شول، چې په هغې کې له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان د استخباراتي شبکې د مرستې شواهد وړاندې شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې دغه راپور تشه ادعا وبلله.

راپور: احمد زبیر ژمن
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG