د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ستراتیژیک سند په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې بیا پیلیږي


افغان ولسمشر حامد کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره
افغان ولسمشر حامد کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر په روانو خبرو کې دا ځنډ په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ ځینو اختلافاتو ته اشاره کیږي.

ټاکل شوې وه، چې دواړه لوري د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د دغو اړیکو په اړه په کابل کې خبرې پیل کړی وای، خو لا هم دا خبرې نه دي پیل شوي.

ځینې افغان کتونکې بیا دا باور څرګندوي، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو دوام ښایي د دغه ځنډ یو اصلي لامل وي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانګزي ازادۍ راډیو ته په ځانګړو خبرو کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف ټکې داسې یاد کړه.

″هغه ټکي چې چارواکي یې مستقیم یا غیر مستقیم ډول وايي، زه فکر کوم چې دا موضوع په دوو مسایلو کې د اختلاف له امله ځنډېدلي وي، یو د شپې له خوا د عملیاتو بل خپلسري نیونو او د زندانونو د مسالې په ارتباط. فکر کوم دغه دوه مسالې دي، چې له مخې یې دا مذاکرات ځنډېدلي دي.″

هڅه مو وکړه، چې د یادو اختلافي ټکو په اړه د افغان چارواکو نظر وپوښتو، خو چارواکي په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغان او امریکايي چارواکو تر منځ د سټراټیژیک تړون په اړه نوې خبرې به ډېر ژر پيل شي، خو د دواړو خواو تر منځ یې موجودو ستونزو ته اشاره ونه کړه.

خو د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیات د دې تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو سره په ټکر کې دي او دا به د سټراټیژیک تړون لاسلیکول وځنډوي.

″که چېرې په دغو خبرو ټینګار وي او د شپې له خوا عملیات او په کورونو باندې بمبارۍ چې موږ همیشه رد کړي دي ادامه پیدا کړي، خامخا به منفي اغیز ولري. ولسمشر کرزي په وضاحت ویلي دي، چې تر هغه به له امریکا سره دا سند امضاء نه شي، ترڅو چې د افغانستان ملي حاکمیت په تمامه معنی مراعات نه شي.

د شپې له خوا عملیات، د بې ګناه خلکو وژنه او نیونه دا ټول هغه مسایل دي، چې د افغانستان د ملي حاکمیت ماتېدل دي.″

په کابل کې د امریکا سفارت بیا د سټراټیژیک تړون په اړه د دواړو خواوو د خبرو ځنډېدل د افغان او امریکايي چارواکو، چې په دې خبرو کې ښکیل دي؛ وروستي سفرونه بولي.

په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر جیمز کننګهام.

“د سټراټیژیک تړون په اړه مو په جنورۍ کې څه ناڅه خبرې درلودې، خو هغه افغان او امریکايي چارواکي، چې په دې تړون کې باید خبري وکړي، ډیر سفرونه درلودل او دوی ونه شوای کلای چې دغه مهمي خبرې پر مخ بوزي.

خو د دواړو حکومتونو تر منځ به بیا هم ډیر ژر دغه خبري پيل شي.”

د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهالي سټراتیژیک تړون په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ د بیا نوو خبرو د پیلېدو راپورنه داسې وخت خپریږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي تر یوې میاشتي ها خوا خبرداری ورکړی وو، تر هغو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې او خپل سري عملیات بند نه شي، له امریکا سره به یاد تړون لاسلیک نه کړي.

خو افغان ولسمشر کرزي اروپا ته په وروستي سفر کې له برتیانیا، ایټالیا او فرانسې سره د سټراتیژیکو او نورو همکاریو تړونونه لاسلیک کړه او تر هغه مخکې یې له هند سره سټراتیژیک تړون لاسلیک کړی وو.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG