د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو په اړه یو سند افشا شو


ناټو چارواکي وایي، دا راپور د خبري رسنیو د خپرېدو لپاره نه دی برابر شوی او باید د خبري رسنیو په واک کې نه وای ورکړ شوای.
ناټو چارواکي وایي، دا راپور د خبري رسنیو د خپرېدو لپاره نه دی برابر شوی او باید د خبري رسنیو په واک کې نه وای ورکړ شوای.

د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په پټو اسنادو کې چې په دې وروستیو کې په ډاګه شوي، څرګنده شوې، چې د پاکستان استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې د طالب وسله والو په حملو کې مرسته کوي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په نظر، د افغانستان د جګړې یوه خواشینوونکې مساله دا ده، چې داسې انګیرل کیږي، د پاکستان پولې ته نږدې په کندهار او هلمند ولایتونو کې سوله یوازې د جګړې له لارې منځ ته راتلای شي.

نورو ورځپاڼو د امریکا د پټو پوځي اسرارو د خپریدو په اړه لیکلي، دا په خپله پاکستان دی، چې د افغانستان د جګړې اور ته لمن وهي او استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) یې په افغانستان کې په افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د وسله والو حملو ملاتړ کوي.

د اسرارو دا راپور په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د پلټنو او فعالیتونو په نتیجه کې په باګرام کې برابر شوي او جزییات یې له توقع پرته خبري رسنیو ته وتلي دي.

ناټو چارواکي وایي، دا راپور د خبري رسنیو د خپرېدو لپاره نه دی برابر شوی او باید د خبري رسنیو په واک کې نه وای ورکړ شوای.

په هرصورت، ګارډین ورځپاڼه په دې اړه لیکي، د پټو اسرارو له دغه راپور څخه داسې معلومیږي، چې طالبانو په خپل سیاست کې بدلون او نرمښت راوستی او د پاکستان ملاتړ یې تر لاسه کړي دي. طالبان تیاری نیسي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یو ځل بیا قدرت تر لاسه کړي.

د راپور پر اساس، یوشمېر افغانان هم د طالبانو د بیا واکمن کیدو لپاره تیاری نیسي او داسې فکر کوي، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د طالبانو بری حتمي دی.

طالبانو په خپل سیاست کې بدلون راوستی:

د ټایمز ورځپاڼې په نظر، په پټو اسنادو کې څرګنده شوې، چې طالبانو په خپل سیاست کې په بدلون راوستلو سره د افغانستان په داخل کې د یو شمېر افغانانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

د پاکستان د ونډې په اړه په راپور کې ویل شوي، د پاکستان د ای. اېس. ای مامورین پوهیږي، چې د طالبانو مشران چیرې دي او له هغوی سره مستقیم تماس او اړیکې لري.

د ناټو یوه مامور بي. بي. سي ته ویلي، دا راپور بیخي پټ او محرم و او خبری رسنیو ته باید نه وای وتلای.

د انګلستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو د دغه راپور په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

امریکایي او ناټو ځواکونه زیار باسي، چې په افغانستان کې د طالبانو نفوذ کم کړي او واک ته د بیا رسیدو مخه یې ونیسي، خو د دې ډول راپورونو په خپریدو سره د طالبانو روحیات پورته کیږي.

رسنۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا راپور یوه استهزا یا چټیات بللی او رد کړی یې دی. خو څیړونکي په دي باور دي، چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه دا راپور کومه نوې خبره نه ده. د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال احمد رشید په دې اړه وایي:

“دا مساله د ناتو او امریکا پوځیانو ته بیخي څرګنده وه. جګ پوړو امریکایي جنرالانو ماته ویلي، دوی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا جمهور رییس جورج ډبلیو بوش او دفاع وزیر ډونلډ رمزفلډ ته معلومات ورکړي وو، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، خو د دوی د خبرو خیال نه و ساتل شوی.

زما په نظر، دا معلومات د هیچا لپاره نوي نه دي. خو دا چې دا راپور په دې ډول افشا کیږي، د خلکو غوسه به راوپاروي.”

د ورځپاڼو په نظر، امریکایي او ناټو ځواکونه زیار باسي، چې په افغانستان کې د طالبانو نفوذ کم کړي او واک ته د بیا رسیدو مخه یې ونیسي، خو د دې ډول راپورونو په خپریدو سره د طالبانو روحیات پورته کیږي.

د ټایمز ورځپاڼې په باور، دا راپور په حقیقت کې د پاکستان دوه مخې په ډاګه کوي، چې له یوې خوا ځان د امریکا او لویدیځ متحد بولي او له بلې خوا د هغوی دښمنان تقویه کوي، چې په افغانستان کې په ناټو او افغان ځواکونو حملې وکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG