د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

پټي: افغانستان باید د ثبات لپاره له ځينو هیوادو سره ستراتیژیکې اړیکې ولري

ويليم پټي
ويليم پټي
په کابل کې د بريتانيا سفارت په دې باور دی چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره دېته اړتیا شته چې پر بریتانیا سربیره دا هېواد له ځینو نورو پرمختللواوپیاوړو هېوادونو سره هم ستراتیژیکې همکارۍ ولري.

په کابل کې د بریتانیا سفیرویلیم پيټي د سې شنبې په ماښام یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان اوبریتانیا ترمنځ د دې ستراتیژیک سند پر اساس به بریتانیا هڅه وکړي چې افغانستان له سیاسي اواقتصادي پلوه پیاوړى وي.

د ښاغلي پيټي په خبره د پرمختللي او پیاوړي افغانستان لپاره دا اړینه ده چې دا هېواد د امریکا په څېر د نړۍ له یوشمیر نورو ځواکمنو هېوادونوسره هم ستراتيژیکې اړیکې ولري:

" د همکاریو د دې سند موده نه ده ټاکل شوې اوترهغه وخته به د اجرا وړ وي چې یوه خوایې د فسخ کولو پریکړه نه وي کړې. د دې سند لاسلیک کول دا ښیي چې بریتانیا غواړي له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره ستراتیژیکې همکارۍ ولري ترڅو دا هېواد وتوانېږي چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي اوپه سیمه کې امنیت ټینګ کړي.
بریتانیا د افغانستان د امنیت د ټینګښت، ثبات او پرمختګ هیله لري نه کومه بله هیله او هدف ".

د بريتانيا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک سند اروپا ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفرپه ترڅ کې لاسلیک شو، د دې ترڅنګ جمهور رییس حامد کرزي له ایټالیا او فرانسې سره هم د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

د دې ترڅنګ د افغانستان اوامریکا ترمنځ هم د ستراتیژیکوهمکاریو د سند د لاسلیکولو پر سر څوځلې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې شوي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې بیا هم پردې مسئلې د دواړو هېوادونو تر منځ بحثونه پیل شي.

د دې ستراتیژیکو تړونونو له مخې دا هېوادونه له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره په سیاسي، اقتصادي، پوځي او داسې نورو برخو کې مرسته او همکاري کوي خو له افغانستان څخه هم غواړي چې له دوی سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

په کابل کې د بريتانيا سفیرویلیم پيټي هم وایي افغانستان ته په کار ده چې د خپلو ستراتیژیکواړیکو له مخې هغه څه وکړي چې له دوی سره یې ژمنې کړي:

" د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې په دې برخه کې به له موږ سره په ګډه کار وکړي. په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه ساتنه، د سولې په برخه کې کوښښ، ښه حکومتداري، له فساد سره مبارزه او د دې هېواد د کورنیو عوایدو د زیاتوالي هلې ځلې. دا دوه اړخیزه ژمنه ده او ځینې نور مسایل هم په کې شامل دي".

افغانستان تر اوسه له هند، ناټو، ایټالیا، فرانسې او بريتانيا سره د اوږدې مودې لپاره ستراتيژیکې اړیکې ټینګې کړي او ټاکل شوې چې په راتلونکې کې پر امریکا سربېره له استرالیا،اروپایي ټولنې او جرمني سره هم دا ډول سندونه لاسلیک کړي.

په کابل کې د بريتانيا سفیر، ډانګ پېیلې کړه چې دوی په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو د لرلو لېوالتیا نه لري اونه یې په دې اړه له افغانستان څخه کومه غوښتنه کړې خو پر دې یې ټنیګار وکړ چې حتی د نړۍ پیاوړي هېوادونه هم د خپل ثبات او پرمختګ لپاره له ځینو نورو هېوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG