د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

په افغانستان کې له مذهبي اقليتونو سره تبعيض کېږي


د کابل په یوه زندان کې یو شمېر هغه بندیان ساتل کېږي چې په غلا او وسله والو حملو تورن نه دي. په دغو کسانو کې یو ځوان چې په آرامۍ خبرې کوي، هم تر سترګو کېږي. دا ځوان یو سک دی او تور پرې لګېدلی چې په درواغو یې ځان افغان ښودلی دی.

۲۱ کلن بلجیت سنګهـ وایي، په افغانستان کې زېږېدلی او د پنځو کالو و چې په افغانستان کې د جګړو، مذهبي تعقیب او ځورونو له وجې یې وطن پرېښی و.

بلجیت سنګهـ د ۲۰۱۰ کال د جولاى پر شپږمه د انګلستان د بریتیش ایرویز په یوې الوتکې کې د نورو رد شویو افغان مهاجرو سره کابل ته یووړل شو او له هغه وخت راهیسي بندي دی. افغان چارواکي وایي، نوموړی افغان نه دی.

د واشنګټن پوست په باور، د بلجیت سنګهـ قضیه په افغانستان کې د مذهبي نه زغم یوه بېلګه ده چې له امله یې زیات شمېر افغان سکهان له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د مذهبي زغم پراختيا د امریکا د متحده ایالاتو له مهمو هدفونو څخه و، خو د افغانستان مذهبي اقلیتونه چې د هیواد د نفوسو په سلو کې یوه برخه ده، لا هم له زیاتو محرومیتونو او ستونزو سره مخامخ دي.

بلجیت سنګهـ په یوې وروستۍ مرکې کې ویلي:

̋زه له دې هېواد پرته بل هر هېواد ته ځم او دا ځکه چې په افغانستان کې بې ګناه انسانان یو نیم کال په بند کې ساتل کېږي”.

واشنګټڼ پوست ورځپاڼه لیکي:

سکهان د یوه توحېدې دین کسان دي چې په پنځلسمې پیړۍ کې پيدا شو. یو وخت زیات شمېر سکهانو په افغانستان کې ژوند کاوه خو دا چې ټولنه په یوې محافظه کارې ټولنې بدله شوې، سکهان ځورول کېږي او د کافرو په سترګه ورته کتل کېږي. له همدې وجې دوى په ډله ييز ډول هند ته مهاجرشوي دي.

د افغانستان د سکهانو مشران وایي، دا مهال په هېواد کې شاوخوا زر تنه سکهان ممکن پاته وي.

د افغانستان د ولسې جرګې پخوانی غړی او د افغان سکهانو د ټولنې یو مشر اوتار سنګهـ وایي، په افغانستان کې د ۱۹۹۰ لسيزې جګړو کې د زرونو سکهانو ملکیتونه د زورواکانو له خوا غصب شول او شتمنۍ یې لوټ شوې دي.

سکهان له خپلې ټولنې بهر د نورو اتباعو په څېر آزاد کاروبار نه شي کولاى، حکومت یې د مړیو سوځولو لپاره ځایونه نه ورکوي ترڅو دوى خپل مذهبي مراسم په آرام زړه تر سره کړي.

اوتار سنګهـ وایي، د سکهانو او هندوانو لپاره په افغانستان کې ورځ تر بلې د ژوند ساحه تنګېږي او یوازې هغه کسان پاته دي چې هندوستان ته د تلو توان نه لري.

بلجیت سنګهـ وایي، پلار او مور یې په ۱۹۹۰ لسېزې کې په جلال آباد کې خپل کور پریښی و او پاکستان ته مهاجر شوي وو. له هغه ځایه په قاچاقي ډول بحرین، مصر او اتریش ته لاړل.

په اتریش کې یې په قبلېدو زیات وخت لګېده نو دی مجبور شو چې انګلستان ته لاړ شي او له هغه ځایه افغانستان ته واستول شو.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، د بلجیت په اړه تحقیقات جریان لري او تر اوسه دا ډاډ نه دی حاصل شوی چې نوموړی افغان دی.

د نظري په وینا، ځینې کسان په لوېدیځو هېوادونو کې د ژر قبلېدو په مقصد ځانونه افغانان معرفي کوي.

د لويې څارنوالۍ مرستیال وایي، تر اوسه داسې څوک نه دی پيدا شوی چی ووایي، بلجیت سنګهـ افغان دی.

دی وایي، د افغانستان حکومت منتظر دی چې انګلستان بېرته بلجیت ومني او یا بل کوم هېواد د نوموړي تابعیت تصدیق کړي.
XS
SM
MD
LG