د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې ۳۰۰ متره اوږد پول جوړ شو


د ننګرهار ولایت په سرحدی ولسوالۍ لالپوره کې دامریکاپه مشرۍ د ولایتی بیارغونې پی ار ټی په شبږ نیم ميليون امریکایی ډالرو مالی مرسته یو لوی پول ترجوړېدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

چارواکي وايي دغه پول د ۳۰۰ مترو په اوږدوالی او ۱۴ مترو سور د دوه کلونو په موده کې د کابل او کونړ سیندونو په سر جوړ شوی دی.

ددغه ولایت والی ګل اغا شېرزي د پل د پرانستې پرمهال په سيمه کې خبریالانو ته وويل چې دغه پول د کامې، ګوشتې ولسوالۍ او د کونړ ولایت سره و نښلول.

نوموړی زياته کړه:

̋له ياد پله څخه به د لالپورې ولسوالۍ پېنځه سوه زره استوګن ګټه واخلي.
والی ژمنه وکړه چې په راتلونکي پراختيايي پلان کې به لالپورې ولسوالۍ ته په رغنیزو پروژو کې ونډه ورکړي̋

نوموړي وويل چې د ټول ننګرهار په کچه په لرې پرتو ولسواليو کې شاوخوا یونيم سل کيلو متره سړکونه خام دي چې دابه هم پاخه کړي.

د پي ار ټي له لوري ددې پروژې يو تن انجينر قمرزمان خبریالانو ته وويل چې دغه پول په ټولو انجينري نورمونو برابر دی.

هغه وويل دغه پول د ۹ اصلي پايې لري چې هره پايه يې ۴ فرعي پايې لري او هره یوه يې له بلې سره ۳۰ متره فاصله لري.
نوموړی زياته کړه:
̋
هره پايه د اوبو له سطحې ۲۵ متره ژوره ده، چې د پول تر سره يې ټوله ارتفاع ۳۰ متره کېږي.̋

انجينر قمرزمان داهم وويل چې ددغه پول له پاسه ګاډر اچول شوي چې هر ګاډر يې ۱۸۰ سانتي پلنوالی او ۵۰ سانتي اوږدوالی لري.

نوموړی خپلو خبرو کې وويل چې دغه پول د ۸۰ ټنو څخه زیات وزن برداش لري او په وينا يې که چيرې يې ساختماني چارو ته پاملرنه وشي، نو تر ۱۰۰ کالو به دوام وکړي.

ښاغلي قمرزمان ددغه پول دځنډني جوړښت علت د موسمي اوبو زياتېدل وښودل.

د لعل پورې ولسوالۍ ملک سردار ددغه پول په جوړېدلو خوښي وښوده او وې ويل چې پخوابه يې ناروغان په کښتيو کې له سيند نه دېخوا راړول چې ډېر کله به د سیند مستو څپو لاهو کول

نوموړی زياته کړه چې ددغه پول په جوړېدو سره به يې توليدات کورنيو بازارونو ته لار پیداکړي.

هغه له ولايتي ادارې څخه په دغه ولسوالۍ کې د ۵۰ بستريز روغتون د جوړيدو ترڅنګ د ښوونځیو ودانيو د جوړولو غوښتنه وکړه.

همدا ډول ددغې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر دروېش لعلپور وال بيا وويل چې له تېرو ۳۰۰ کلونو راهیسې خلک او د هر نظام مسوولين په کښتيو کې اوښتل را اوښتل چې په خبره يې له نېکه مرغه مو نن له دغه کړاو نه خلاصی وموند
.
هغه زياته کړه:

دا یو سرحدي پول دی او موږ به له مومندایجنسۍ او د پښتونخوا له نورو سیمو او يو شمېر نورو ګڼو ولسواليو سره وصل کړي.

د لالپورې ولسوالۍ د يوه ستر پول په داسې وخت کې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي چې د جلال اباد ښار د بهسودو پول دوو ځانمرګو بریدونو له امله د له منځه تلو په حالت کې دی چې د تګ راتګ پرمهال يې د دغه ولایت دځینو ولسواليو سربيره د وو کونړ او نورستان ولایتونو ګڼو استوګنو ته هم ستونزې زېږولی دي
.
محمد داود وفا/جلال اباد
XS
SM
MD
LG