د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

ننګرهار: دولتي ځواکونو او د ځمکې غاصبينو جګړه وکړه

په ننګرهارکې د دولتي ځواکونو اوغاصبینو ترمنځ په نښته کې مرګ ژوبله پیښه شويده

د سه شنبې په ورځ د تورخم – جلال اباد په لویه لارکله چې دولتي ځواکونودځايي شینوارو له خواپه نیول شوې دولتي ځمکه جوړې کړې ودانۍ ورانولې ، د هغو له خوا د مقاومت په وخت جګړه پیښه شوې ده.

د شینوارو یوه مشرحاجي ملاجان شینواري ازادۍ راډيوته وویل ، د حکومتي پولیسو له خوا ددوی پرکسانو ډزې وشوې ، چې شپږ تنه ولګیدل دوه یې په ټکي مړه او څلوریې زخمیان شوي دي .

دننګرهاردوالي ویاند احمدضیا عبدالزي وويل ، تراوسه یوسلو نوي کورونه او غصب شوي ځایونه وران شوي او غاصبان يې تښتیدلي ، ده د دولتي ځواکونو او ځايي شینوارو ترمنځ داخ ډب خبره ومنله خود مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري وښوده.

عبدالزي وویل دوالي په حکم دغلته ټولې نیول شوې دولتي ځمکې بیرته حکومت ته سپارل کیږي.

دیادونې وړده چې وړمه ورځ دمومندرې خلکو له دې امله چې شینوارو یې ځمکې نیولي دتورخم جلال اباد لویه لارددرې ساعتونو لپاره بنده کړې هم وه.

م.د. وفا، جلال اباد
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG